په امریکا کې محکمې د بوسټون برید کوونکی د اعدام په سزا محکوم کړ

په امریکا کې محکمې د بوسټون برید کوونکی جوهر سارنایف د اعدام په سزا او د القاعدې د پخوالي مشر اسامه بن لادن مرستیال خالد الفواز د ټول عمر لپاره په حپس محکوم کړ

276872
په امریکا کې محکمې د بوسټون برید کوونکی د اعدام په سزا محکوم کړ

په امریکا کې محکمې د اسامه بن لادن پخوانی مرستیال خالد الفواز د ټول عمر لپاره په حپس محکوم کړ. امریکا په خالد الفواز چې د سعودي عربستان وګړی دی په ختیځې افریقا کې د امریکا په سفارت د برید د پلان جوړولو او برید کوونکو ته د وسلو او مهماتو د برابرولو تور لګولی دی .
د یادولو وړ ده چې په ختیځې افریقا کې د امریکا په سفارت د بمي برید له کبله ۲۲۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.
خالد الفواز په لندن کې ونیول شو او وروسته امریکا ته وسپارل شو.
د بله پلوه د امریکا محکمې په ۲۰۱۳ کال کې د بوسټون په ښار کې د ځغاستې د سیالۍ بر مهال بمي بریدونو ترسره کوونکی جوهر سارنایف د اعدام په سزا محکوم کړ.
د امریکا محکمې د جوهر سارنایف د دوسیې په اړه د ۱۵ لپاره د بحث او سلامشورو نه وروسته نوموړي ته د اعدام سزا واوروله. جوهر سارنایف په ۲۰۱۳ کال کې د امریکا د بوستون په ښار کې د ځغاستې د سیالۍ پر مهال چاودنې کړې وې چې په پایله کې ۳ تنه مړه او ۲۴۶ تنه نور ټپیان شوي وو.
د رویټرز خبري اژانس ویلي دي چې محکمې پریکړه وکړه چې جوهر سارنایف دې د وژونکې پیچکارۍ سره ووژل شي.
یادې شوې محکمې تیره میاشت جوهر سارنایف د ۲۰۱۳ کال د اپریل په ۱۵ نیټه د بوسټون د ځغاستې د سیالۍ د پای په نقطه کې د دوو بمونو د ځای په ځای کولو او چاودنو په تور تورن کړ. همداشان محکمې سارنایف د یو پولیسو په وژلو هم تورن کړ.
د یادولو وړ ده چې یاده شوې پیښه په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱ د پیښې نه وروسته تر ټولو لویه خونړۍ پیښه وه .
د بله پلوه د سارنایف د مدافع وکیلان د محکمې په پریکړه د بیا کتنې او
اعتراض کولو لپاره تیاری نیسي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه