د امریکا د اردو سقوط شوې چورلکه او د سرتیرو مړي وموندل شول

په نیپال کې د امریکا د اردو اړوند سقوط شوې چورلکه او په چورلکه کې د سپرو امریکايی سرتیرو مړي وموندل شول

276966
د امریکا د اردو سقوط شوې چورلکه او د سرتیرو مړي وموندل شول

د نیپال اردو د امریکا د اردو اړوند د سقوط شوې چورلکې او ۸ تنو سرتیرو د مړو د موندلو نه خبر ورکړ.
د نیپال اردو وویل چې امریکا د اردو اړوند سقوط شوې چورلکه او پدې چورلکې کې د سپرو ۸ تنو امریکايي او نیپالي سرتیرو مړي چې کټمندو ته د مرستو د وړو پر مهال لادرکه شوي وو نن وموندل.
د یادولو وړ ده چې څو ورځې د مخه د امریکا یوه چورلکه چې ۶ تنه امریکايي او ۲ تنه نیپالي سرتیري پکي سپاره ول او په نیپال کې د دویمې زلزلې د رامنځته کیدو نه وروسته سیمې ته مرستې وړلې لادرکه شوه .
امریکا او نیپال د نوموړې چورلکې د موندولو په خاطر پراخه د پلټنې عملیات پیل کړي ول چې چورلکه او مړي د نیپالي سرتیرو لخوا وموندل شول.
د نیپال د اردو یو تن جنرال بانوج بیزنیات د فرانسې خبري اژانس ته د ټیلیفون په کرښه ویلي دي چې د مړو نه یو تن هم د پیژندولو وړ ندی.
د یادولو وړ ده چې د نیپال اردو تیره ورځ د سقوط شوې امریکايي چورلکې ځای تثبیت کړ چې وروسته يي امریکايي ځواکونو ته هم خبر ورکړ.
د الوتکې د سیمې د تثبیتولو نه وروسته په سلګونو تنه نیپالي او امریکايي سرتیري سیمه ته واستول شول چې نن نوموړې چورلکه او په چورلکه کې د سپرو امریکايی او نیپالي سرتیري مړي وموندل شول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه