د شمالي کوریا مشر د دفاع وزیر وطن ته د خیانت په تور اعدام کړ
د شمالي کوریا ځوان مشر د دفاع وزیر وطن ته د خیانت په تور د الوتکې ضد توغندي سره اعدام کړ
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د هیواد د دفاع وزیر هیال یانګ چال هیواد ته د خیانت په تور اعدام کړ.
د سویلي کوریا خبري اژانس یون هاپ د هیواد د استخباراتو د یو لوړپوړي چارواکي له قوله لیکلي دي چې د شمالي کوریا د دفاع وزیر هیال یانګ چال د اپریل په ۳۰ نیټه وطن ته د خیانت په تور په عام محضر کې د ټولو د سترګو پر وړاندې د الوتکې ضد توغندي په ویشتلو سره اعدا کړی شو.
د یادولو وړ ده چې د شمالي کوریا ډیکټاټور ځوان مشر اعدامونو لړئ ته دوام ورکوي . د سویلي کوریا د استخباراتو ادارې د هیواد پارلمان ته ویلي دي چې د شمالي کوریا د دفاع وزیر د سلګونو تنو دولتي چارواکیو د سترګو پر وړاندې ووژل شو.
د شمالي کوریا د دفاع وزیر یو کال وړاندې د پخواني دفاع وزیر د مړینې نه وروسته د دفاع د وزیر په توګه وټاکل شو. د سویلي کوریا رسمي خبري اژانس ویلي دي چې د شمالي کوریا د دفاع وزیر په یو شمیر رسمي مراسمو کې چې د هیواد مشر هم ګډون کړی وو خوب وړی وو چې وروسته ځوان مشر هغه په بې توجوهئ چیړی وو.
د شمالي کوریا خبري رسنیو بیا د دفاع د وزیر د اعدام خبر ندی تایید کړی. ویل کیږي د شمالي کوریا مشر ددینه وړاندې هم ځیني جنرالان وطن نه د خیانت په تور په اعدام محکوم کړي وو. د شمالي کوریا مشر په ۲۰۱۳ کال کې د خپلې ترور میړه چې د هیواد پیژندل شوې او مخوره څیره د اعدام په سزا محکوم کړ.