د فرانسې په ځینو ښارونو کې مسلمانان د تعقیب لاندې نیول کیږي

د فرانسې په یو شمیر ښارونو کې مسلمان زده کوونکي د تعقیب لاندې نیول کیږي.

271454
د فرانسې په ځینو ښارونو کې مسلمانان د تعقیب لاندې نیول کیږي

د فرانسې په یو شمیر ښارونو کې  مسلمان زده کوونکي د تعقیب لاندې نیول کیږي. په همدې چوکاټ کې د فرانسې د بیزیا د ښار افراطي ښي اړخي ښاروال روبیر منر پر خلاف په محکمه کې اقامه د دعوا شوې وه چې محکمې دا دعوا رد کړه .
محکمې ویلي دي چې په ياد شوي ښار کې د مسلمانو زده کوونکو د تعقیب لاندې د نیولو په خاطر غوڅ دلایل شتون نلري چې د همدې امله يي دعوا رد کړې ده .
محکمې پداسې حال کې دا دعوا رد کړه چې د فرانسې لومړي وزیر مانول والس د نوموړې پیښې نه وروسته ویلي وو چې د مسلمانو زده کوونکو د تعقیب لاندې نیول زموږ لپاره د شرم ځای دی. نوموړي ویلي وو چې زه د بیزیا د ښار د ښاروال ددې عمل له امله د شرم او خجالت احساس کوم.
د بله پلوه د یاد شوي ښار ښاروال په هغه د لګیدولو تورونو په ځواب کې ویلي وو چې د نړۍ په هر ګوډ کې دیني او قومي احصایې او سرشمیرنې کیږي چې دا یوه عامه مسله ده .
نوموړي ویلي وو چې په ښار کې د میشتو ترکانو سره ډیرې ښې اړیکې لري. نوموړي ویلي وو دا چې د ښار ۶۴ سلنه زده کوونکي مسلمانان تشکیلوي غوښتل يی چې پدې شمیرو ځان پوه کړي.
د بیزیا د ښاروال ددې عمل نه وروسته د هغه پر خلاف څیړنې پیل شوې. همداشان د نوموړي پر خلاف په محکمه کې اقامه د دعوا هم شوې وه چې د محکمې لخوا رد شوه.
فرانسه چې ډیر قوي سکولر نظام لري پدې هیواد کې قومي او دیني سرشمیرنې منع دي. همداشان پدې هیواد کې څوک د چا په دین او عقیده کې کار نشي لرلی.


پيوندونه:

اړوند خبرونه