په انګلستان کې د پارلماني ټاکنو پایلې اعلان شوې

د دیوید کامرون لوی بری

267541
په انګلستان کې د پارلماني ټاکنو  پایلې  اعلان شوې

په انګلستان کې د پارلماني ټاکنو  پایلې  اعلان شوې
د لومړي وزیر دیوید کامرون په مشرۍ د محافظه کارو ګوند په یواځې ځان اقتدار لار پیدا کړه  .
په انګلستان کې د پنجشنې په ورځ د ترسره شوو ټاکنو پایلې اعلان شوې. د  پایلو له مخې د دیوید کامرون په مشرۍ د محافظه کارو ګوند په یواځې ځان اقتدار ته لار پیدا کړه .
ویل کیږي محافظه کار ګوند  په پارلمان کې ۳۲۶ څوکۍ ترلاسه کړي دي.
پدې ټاکنو کې د محافظه کارو د ګوند ستر رقیب د اید ملي بند په مشرۍ د کارګر ګوند تر اوسه پورې ۲۲۷ څوکۍ ترلاسه کړي دي.
د کارګر ګوند مشر ملي بند د نوموړو پایلو نه وروسته له ګوند د مشرۍ نه استعفا ورکړه.
د بله پلوه پدې ټاکنو کې د خپلواکه شاهي ګوند مشر نیګل فاراګ پارلمان ته لار نده موندلې.
همداشان فاراګ هم له خپلې دندې استعفا ورکړه. د ویلو ده چې د لیبرال ډیموکراټ ګوند مشر نک کلیګ هم له خپلې دندې استعفا ورکړه .
د اسکاټلنډ د خپلواکۍ په خاطر فعالیت کوونکي د اسکاټلنډ ملي ګوند پدې ټاکنو کې ۵۶ څوکۍ ، لیبرال ډیموکراټانو ګوند ۸ څوکۍ، خپلواکه شاهي ګوند یوه څوکۍ او نورو ګوندونو ۱۳ څوکۍ ترلاسه کړي دي.
د ویلو ده چې په انګلستان کې سیاسي ګوندونه په یواځې ځان د حکومت د جوړولو په خاطر د پارلمان د ۶۵۰ څوکیو نه لږ تر لږه ۳۲۶ څوکیو ته اړتیا لري.
تمه کیږي چې د انګلستان د ټاکنو نهايي پایلې نن د ماښامه پورې معلومې شي. د ټاکنو د پایلو د اعلانیدو نه وروسته به دیوید کامرون د ملکې دویمې علضابط سره لیدنه وکړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه