په پلاستيكي بوتلونو كې د ژونديو طوطيانو قاچاق
په اندونيزيا كې پوليسو په يو بكس كې ۲۴ دانې ژوندي طوطيان چې په پلاستيكي بوتلونو كې اچول شوي ول او د غير قانوني لارو له هېواده بهر لېږدول كيدل، ونيول.
262411
په اندونيزيا كې پوليسو په يو بكس كې ۲۴ دانې ژوندي طوطيان چې په پلاستيكي بوتلونو كې اچول شوي ول او د غير قانوني لارو له هېواده بهر لېږدول كيدل، ونيول.
پوليسو د بوتلونو په څيرې كولو سره طوطيان وژغورل.
دا پېښه د اندونېزيا د سورابيه په ښار كې رامنځته شوه. ويل كيږي چې د حيواناتو قاچاق وړونكو هر يو طوطي په ۱۰۰۰ ډالرو پلورلو.
د Kakadu په نامه طوطيان چې نسل يې د پو پنا كېدو په حال كې دى د ۲۰۰۷ كال راهيسې په ټوله نړۍ كې يې پالنه كيږي. ددې طوطيانو هر ډول ساتنه غير قانوني ده.
ويل كيږي چې هر كال ددې طوطيانو د قاچاق پر مهال لږ تر لږه ۴۰ سلنه يې وژل كيږي.