په تکساس کې د محمد ص د کاریکاتورونو د سیالئ په سالون برید وشو
د امریکا د تکساس ایالت د دالس په ښار کې د پيغمبر د اسلام حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د کاریکاتورونو د سیالئ په سالون برید وشو
د امریکا د تکساس ایالت د دالس په ښار کې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د کاریکاتورونو د سیالئ په سالون ډزې وشوې.
د تکساس ایالت د دالس د ښار د ګارلنډ د سیمې پولیسو د برید نه وروسته خبري رسنیو ته وویل دوو تنو چې د اسلام د پیغمبر محمد ص د کاریکاتورونو د سیالئ په سالون ډزې وکړې د پولیسو لخوا ووژل شول. پولیسو ویلو دي چې پدې ډزو کې یو تن پولیس هم ټپي شوی دی .
دا مراسم د اسلام د مخالفینو د امریکا د ازادئ نه د دفاع د سازمان لخوا جوړ شوي وو. پولیسو ویلي دي چې دوو تنو برید کوونکو د موټر نه د سالون په امنیتي کسانو ډزې وکړې چې د پولیسو په ځوابي ډزو کې برید کوونکي ووژل شول.
پولیسو د برید کوونکو د هویت او دا چې دا برید ددې سیالئ سره کوم تړاو لري او که نه څه ندي ویلي.
ویل کیږي د نوموړو مراسمو جوړونکو د اسلام مخالفینو د امریکا د ازادئ نه د دفاع سازمان ددینه وړاندې هم په کراتو دیته ورته د اسلام پر خلاف مراسم او سیالئ جوړې کړي دي.
پدی سیالئ کې چې لس زره امریکايي ډالره جایزه يي هم درلوده د اسلام ستر مخالف د هالنډ د هیواد ګرټ ویلډز هم ګډون کړی وو. د برید نه وروسته سالون سمدلاسه تخلیه کړی شو.
د ویلو ده چې د امریکا د ازادئ د دفاع سازمان ددینه وړاندې په نیویارک کې د سوداګریز مرکز تر څنګ د اسلامي مرکز د جوړیدو پر خلاف هم کمپاین جوړ کړی وو. یاد شوي سازمان د اسلام پر خلاف د خپرونو په خاطر په ټوله امریکا کې اعلانونه خپاره کړي وو.
ویل کیږي دا سیالئ ( محمد رسم کړه ) تر نامه لاندې جوړه شوې وه.
اړوند خبرونه
د مالیزیا سمندري ځواکونو اړوند د دوو چورلکو د جنیګدو له امله لږ تر لږه لس تنو ژوند د لاسه ورکړ.
په مالیزیا کې د رسم ګذشت پریډ لپاره د تمرین پر مهال دوه چورلکو په هوا کې سره ټکر کړی دی