د نړۍ تر ټولو بوډا زوم او بوډۍ ناوې

د نړۍ تر ټولو بوډا زوم او بوډۍ ناوې به د جون د مياشتې په ۳مه نېټه سره واده وكړي.

260878
د نړۍ تر ټولو بوډا زوم او بوډۍ ناوې

د نړۍ تر ټولو بوډا زوم او بوډۍ ناوې
د نړۍ تر ټولو بوډا زوم او بوډۍ ناوې به د جون د مياشتې په ۳مه نېټه سره واده وكړي.
د انګلستان د ډېلې ميل د ورځپاڼې د خبر په اساس ۱۰۳ كلن جورج كېړبي به د ۹۱ كلنې ډورين لاكي سره نكاح وتړي. د خبر له مخې كېړبي د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه د نړۍ د ميينانو په ورځ خپلې راتلونكې ناوې لاكي ته د واده كولو وړانديز كړى وو.
جورج د خپل ``بې وخته`` واده په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كې وويل چې `` فكر كوم چې پخپل عمر باندې نه يم پوه شوى. اوس د واده وخت راغلى دى او ډورين ماته د ځوانۍ احساس راكوي.``
دواړو خبريالانو ته وويل چې `` موږ د ريكارډ د ټينګولو لپاره يو بل سره واده نه كوو. موږ د يو بل سره مينه لرو او فكر كوو چې سمه پرېكړه مو كړې ده.``


پيوندونه:

اړوند خبرونه