په نیپال کې د مړو شمېره د لوړېدو په حال کې ده.
په نیپال کې د تېرې ورځې د زلزلې په تر اوسه پورې ۹۰۰ تنه وژل شوي او تر ۵۰۰۰ زیات کسان ټپیان دي.
په نیپال کې د مړو شمېره د لوړېدو په حال کې ده.
په نیپال کې د تېرې ورځې د زلزلې په تر اوسه پورې ۹۰۰ تنه وژل شوي او تر ۵۰۰۰ زیات کسان ټپیان دي.
ویل کيږي چې د ویجاړو شوو ودانیو لاندې په سلګونو کسان نور هم پاتې شوي دي. داسې اندېښنه شته چې د مړو په شمېره کې زیاتوالی راشي.
په پلازمېنه کتمندو کې یو تاریخي برج هم ونړېد چې لږ تر لږه ۲۰۰ تنه ور لاندې شوي دي.
همداراز د زلزلې په بایله کې د نړې د غرونو په تر ټولو لوړه څوکه کې واوره وښوېېده چې له امله یې ۱۷ تنه سپورټي لوبغاړي هم ووژل شول.
په تېرو ۸۱ کلونو کې دا تر ټولو سخته زلزله وه چې د هېواد په تاریخ کې ثپت شوه.
د زلزلې له امله په هندوستان کې ۵۱، په تیبت کې ۱۷ او په بنګلادیش کې ۲ تنه ووژل شول.
ترکیې د زلزلې سیمي په لومړي پړاو کې د ژغورنې او درملنې ۳۵ کسیزه ډله ولېږله. ددې ډلې سره ۱۰۰۰ کمپلې او د خوراکي موادو ۳۰۰ کارتنوونه هم سیمې ته ولېږل شول.
په پام کې ده چې نن هم د ژغورنې او درملنې یوه ۴۵ کسیزه ډله، خوراکي او طبي مواد هم نیپال ته ولېږل شي.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.