په سویلي افریقا کې د بهرنیو پر وړاندې تاوتریخوالی

په سویلي افریقا کې د بهرنیانو پر وړاندې تاوتریخوالي کچه د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په لوړیدو ده.

239858
په سویلي افریقا کې د بهرنیو پر وړاندې تاوتریخوالی

په سویلي افریقا کې د بهرنیانو پر وړاندې تاوتریخوالي کچه د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په لوړیدو ده.
د سویلي افریقا یوهانسبرګ د ښار په ګډون د هیواد په یو زیات شمیر ښارونو کې میشت بهرنیان اندیښمن دي.
د یوناهسبرګ په ښار کې یو زیات شمیر کسانو د بهرنیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د غندولو په خاطر مظاهره وکړه.
په مظاهره کې د پولیسو او مظاهره کوونکو ترمنځه نښته وشوه. پولیسو یو زیات شمیر مظاهره کوونکي نیولي دي.
په یاد شوي ښار کې د مظاهرو او نښتو پر مهال یو زیات شمیر دوکانونه تالان شوي دي.
د یاد شوي ښار اوسیدونکي د نښتو او مظاهرو له امله سر ټکوي. د یاد شوي ښار په ډیری جادو کې موټرې سوځول شوي دي .
د ښار خلک بیا ادعا کوي چې د بهرنیانو له امله يي د ځان او مال امنیت په خطر کې دی.
د ښار اصلي اوسیدونکي بیا هر څه ژر د امنیت او ثبات د ټینګولو غوښتنه کوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه