د مراکش د کابینې د وزیرانو پټه مینه افشا شوه

د مراکش په کابینه کې د پارلماني چارو او د لوړو زده کړو او څیړونو د وزیرانو ترمنځه پڼه مینه افشا شوه

239416
د مراکش د کابینې د وزیرانو پټه مینه افشا شوه

د مراکش په کابینه کې د دوو وزیرانو پټه مینه افشا شوه . د عربي نړۍ د مطبوعاتو د خبر له مخې د مراکش د پارلماني چارو وزیر لحبیب الشوباني د لوړو زده کړو او علمي څیړونو د وزیرې سره چې د لمسیانو خاونده ده پټې مینې شتون درلود. ویل کیږي وزیر لحبیب الشوباني د پټې مینې د افشا کیدو نه سمدلاسه وروسته د لوړو زده کړو وزیرې سمیه بن خلدون پسې جرګه ولیږله.
د یادولو وړ ده چې د مراکش د لوړو زده کړو او څیړونو د چارو وزیره سمیه بن خلدون تیره میاشت د خپل میړه نه جلا او طلاق واخیسته.
د بله پلوه د مراکش ځینو رسنیو بیا ادعا کړې ده چې د نوموړو ترمنځه د شاوخوا یو کال راهیسې پټې مینې شتون درلود چې لنډه موده وړاندې دا راض افشا شو.
د مراکش د پارلماني چارو وزیر لحبیب الشوباني یوه لنډه موده د مخه خپله مور او لومړنۍ ښځه د سمیه بن خلدون پسې جرګه ولیږله.
ویل کیږي د مراکش په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د کابینې دوه وزیرانو ترمنځه پټه مینه افشا کیږي. ویل کیږي کیدای شي چې دواړه واده وکړي.
د بله پلوه ددی احتمال هم شتون لري چې دواړه وزیران خپلې دندې هم د لاسه ورکړي.
ویل کیږي د پارلماني چارو وزیر ۵۲ کاله او د لوړو زده کړو وزیره ۵۳ کاله عمر لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه