په اروپا کې د داعش د پلویانو کچه  مخ په لوړیدو  ده

په زرګونو تنه  اروپایان  د داعش په لیکو کې جنګیږي

234959
په اروپا کې د داعش د پلویانو کچه  مخ په لوړیدو  ده

په اروپا کې د داعش د پلویانو کچه د هرې ورځې په تیریدو مخ په لوړیدو ده.
د اروپايي ټولنې د عدلي ، مصرف او ښځو او نارینو د حقونو د مساواتو د کمیسیون غړې ویرا ژوروا ویلي دي چې د اروپا نه ۱۴۵۰ تنه او یواځې د فرانسې نه بیا د پنځو نه تر شپږو زرو تنو پورې جنګالي سوریې او عراق ته تللي دي.
نوموړي ویلي دي سره ددې چې یو زیات شمیر اروپايي هیوادونه د ترکیې، مصر او تونس سره د حقوقي همکاریو تړونونه لري خو بیا هم د داعش سره د یو ځای کیدونکو جنګیالیو د مخنیوي په مسله کې پاتې راغلي دي .
نوموړي زیاته کړه چې د نوموړو هیوادونو سره د نوو حقوقي همکاریو تړونونو ته تیاری نیول شوی دی . همداشان د اروپا نه سوریې ته د تللو جنیګالیو ترمنځه د پیسو ټرانسفر په اړه معلومات موندل ډیر ګران کار دی.
نوموړي زیاته کړه چې په پاریس او کوپنهاګ کې د بریدونو نه وروسته په ټوله اروپا کې د احتمالي بریدونو د مخنیوي په خاطر په تدابیرو نیولو خبرې دوام لري چې د روانې میاشتې تر پایه به په اروپا کې جدي امنیتي تدابیر ونیول شي.
د امنیتي تدابیر په لړ کې به په ځانګړې توګه په هوايي ډګرونو او د طیارو په ټکټونو په برخه کې جدي تدابیر ونیول شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه