تر۲۰۷۰ کاله به د اسلام مبارک دین د نړۍ تر ټولو په لوی دین بدل شي

په امریکا کې یو څیړنیز مرکز ادعا کړې ده چې تر ۲۰۷۰ کاله به د اسلام مبارک دین د نړۍ تر ټولو په لوی دین بدل شي.

223582
تر۲۰۷۰ کاله به د اسلام مبارک دین د نړۍ تر ټولو په لوی دین بدل شي

 په امریکا کې یو څیړنیز مرکز ادعا کړې ده چې د اسلام مبارک دین به تر ۲۰۷۰ کاله د نړۍ تر ټولو په لوی دین بدل شي.
یاد شوي څیړنیز مرکز ویلي دي مسیحیت چې دم ګړۍ په نړۍ کې تر ټولو لوی دین دی او تر ټولو ډیر زیات پلویان لري د لومړي ځل لپاره خپل محبوبیت د لاسه ورکړی او د پلویانو شمیره يي مخ په کمیدو ده. په څیړنه کې د فرانسې ، استرالیا او انګلستان نه د مثال په توګه یادونه شوې او ویل شوي دي چې پدې دریو هیوادونو کې د مسیحیانو کچه د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په راټیټیدو ده.
دا څیړنې د امریکا د ( پیو ) څيړنیز مرکز چې په واشنګټن کې قرار لري لخوا شوي دي. یاد شوي څیړنیز مرکز ویلي دي چې په نړۍ کې د اسلام مبارک دین د پیروانو کچه د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په لوړیدو ده .
د انګلستان د یو مطالعاتي مرکز یو تن استاد دیوید واس چې د ټولنیزو او اقتصادي چارو په برخه کې څیړنې کوي ویلي دي د اسلام د مبارک دین پراختیا په ډیره چټکه توګه دوام لري. نوموړي ویلي دي چې ددې خبرې اصلي لامل په نړۍ کې د نښتو، تاوتریخوالي او ډول ډول ستونزو له امله لویدیځو هیوادونو ته د کډوالۍ بهیر او مهاجرتونه دي. نوموړي زیاته کړه چې دې مسلې په اصل کې د هغه ځوانانو په پرتله چې تحصیل کړي دي بې تحصلیو ځوانانو ته یو ښه فرصت ورکړی دی .

په څیړنو کې ویل شوي دي چې  په نړۍ کې د مسلمانانو نفوس هم په چټکۍ سره د ډیریدو په حال کې دی. 


په لویدیځه نړۍ کې د هرې ورځې په تیریدو سره د اسلام په لورې د خلکو د خویدو لړۍ په چټکۍ سره دوام لري.
په څیړونو کې ادعا شوې ده چې د اسلام دین به تر ۲۰۷۰ کاله پورې د مسیحیت د دین نه خپه واړوي او د نړۍ تر ټولو په لوی دین به بدل شي.
پدې څيړونو کې آټکل شوی دی چې تر ۲۰۵۰ کال به په نړۍ کې د اسلام او مسیحیت د دینونو د لارویانو شمیره مساوي شي.
د ۲۰۵۰ کاله وروسته به د اسلام د مبارک دین د پلویانو یا مسلمانانو کچه د هرې ورځې په تیریدو د نورو ټولو دینونو په پرتله مخ په لوړیدو شي.
پدې څیړنه کې ویل شوي دي د ۲۰۱۰ کال د څیړونو له مخې د نړۍ نفوس ۶ عشاریه ۹ میلیارده تنه وو چې تر ۲۰۵۰ کاله به د نفوس کچه هم ۹ عشاریه ۳ میلیاردو تنو ته ورسیږي.

په څیړونو کې ویل شوي دي چې په ۲۰۱۰ کال کې په نړۍ کې د مسیحیانو نفوس ۲ عشاریه ۲ میلیارده تنه وو  او د مسلمانانو ۱عشاریه ۶ میلیونه تنه  چې تر ۲۰۵۰ کاله به دا  رقم  مساوي شي. 
ددې مرکز یو تن بل څیړونکي کنراد هاکت بیا ویلي دي چې ً په ډیر پوره باور او یقین دا ویلی شو چې په نړۍ کې د اسلام دین په ډیره چټکۍ سره د پرمختګ او لویدو په حال کې دی.
همداشان په راتلونکو څو لسیزو کې به د اسلام دین په نړۍ کې تر ټولو په لوی دین بدل شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه