د اېپل د شركت مشر خپله ټوله شتمني بېوزلو ته بښي.

د نړۍ د ټيكنالوژۍ د نامتو شركت اېپل مشر ټېم كاك څرګنده تېره ورځ څرګنده كړه چې خپله ټوله شتمني به د خېر ښېګڼو ټولنو ته وركړي تر څو يې پر بې وزلو وويشي.

286488
د اېپل د شركت مشر خپله ټوله شتمني بېوزلو ته بښي.

د نړۍ د ټيكنالوژۍ د نامتو شركت اېپل مشر ټېم كاك څرګنده تېره ورځ څرګنده كړه چې خپله ټوله شتمني به د خېر ښېګڼو ټولنو ته وركړي تر څو يې پر بې وزلو وويشي.
كاك چې د آيفون د ټېلفونو د نوو ماډولو په ډيزاين كې هم لوى لاس لري د امريكا د متحدو ايالتونو د Fortune مجلې سره په خبرو كې وويل چې تر دې وروسته به په ``پټه خوله`` د خېر ښېګڼې په فعاليتونو كې پراخه برخه اخلي.
كاك چې اوسمهال شاوخوا ۱۱۲ ميليونو ډالره شتمني لري د اېپل د كمپنۍ نه د ۶۶۵ ميليونو ډالرو په اندازه نورې پېسې هم اخلي. پدې ډول به خپله ټوله شتمني چې څه كم اته سوه ميليونه ډالره كيږي پر بې وزلو وويشي.
تر دې وړاندې د اېپل د كمپنۍ موسس او پخوانى مشر سټيف جابس هم د خير ښېګڼې په فعاليتونو كې برخه اخيستله خو د ټېم كاكا په پرتله سخي نه وو. د نوموړي تر مړينې وروسته د جابس مېرمن وويل چې مېړه به يې د رسنيو د سترګو نه لرې په `` پټه خوله`` د بې وزلو سره مرستې كولې.


پيوندونه:

اړوند خبرونه