په انګلستان کې یو شمیر خلک د داعش سره د یو ځای کیدو هڅه کوي
په انقره کې د انګلستان سفیر : نن ورځ په انګلستان کې یو زیات شمیر خلک د داعش سره د یو ځای کیدو هڅه کوي.
په ترکیه کې د انګلستان سفیر ریچارد موري وویل چې په انګلستان کې یو زیات شمیر خلک د داعش سره د یو ځای کیدو هڅه کوي.
په انقره کې د لندن لوی سفیر ریچارد موري دا څرګندونې تیره ورځ د ترکیې د ایسکي شهر د ولایت نه د لیدنې پر مهال په یوې خبرې غونده کې وکړې.
د انګلستان سفیر د خبریالانو ددې پوښتنې په ځواب کې چې یو څه موده وړاندې د انګلستان درې تنه پيغلې د داعش د ډلې سره د یو ځای کیدو په خاطر سوریې ته لاړې، د نوموړو دریو تنو پيغلو کورنۍ استانبول ته راغلي دي او په لیدونو کتنو يي پيل کړی دی. تاسې د دې مسلې په اړه څه نظر لرۍ ،او تر اوسه کوم پرمختګ شوی دی ؟ وویل ! په اصل کې ددې مسلې په اړه ډیر څه ویل نه غواړم. هو دا حقیقت دی چې د نوموړو دریو پيغلو د کورنیو نه ملاتړ کوو. قونسلګري ورسره مرسته کوي. خو له بده مرغه چې نن ورځ د داعش سره د یو ځای کیدو مسله په یوې لویې ستونزې بدله شوې ده . نن ورځ په انګلستان کې یو زیات شمیر خلک د داعش سره د یو ځای کیدو هڅه کوي. همداشان ترکیه هم د ورته ستونزې سره مخامخ ده.
سفیر زیاته کړه چې د انګلستان نه شاوخوا ۶۰۰ تنه د داعش سره یو ځای شوي دي. همداشان د نورو اروپايي هیوادونو لکه فرانسې او جرمني نه یو زیات شمیر خلک داعش سره یو ځای شوي دي.
د منځني ختیځ ډیر زیات وګړي د داعش په لیکو کې جنګیږي. ددې خبرې مخنیوی ګران دی. د همدې امله موږ د ترکیې سره ډیره نږدې همکاري لرو. د ترکیې لپاره هم ګرانه خبره ده. ځکه چې ترکیه د سوریې او عراق سره شاوخوا ۱۲۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري.
د انګلستان سفیر وویل چې د هغه ماشومانو او تنکي ځوانانو چې د داعش سره د یو ځای کیدو په خاطر هڅول کیږي تثبیتول ډیر ګران کار دی. خو پدې اړه مو په ګډه تدابیر نیولي دي او انشاالله چې د داعش د ګواښونو نه به خلاص شو.
اړوند خبرونه
د استرالیا په سیډني ښار کې په یوې کلیسا کې د چړې په برید کې ۴ تنه ټپیان شوي دي.
د ۹ نیوز د خبر له مخې د سیډني په کریسټ دی ګډ شیفرډ کلیسا کې د چړې برید شوی.