د نقل ورکولو په خاطر يي مرګ په ځانونو قبول کړ

274199
د نقل ورکولو په خاطر يي مرګ په ځانونو قبول کړ

تاسې ته هم شاید چې پوښتنې پیدا شوي وي چې دا خلک دلته څه کوي؟ ولې په دیوارونو ختلي دي؟ دلته څه خبره ده؟
د هندوستان د بیهار په ایالت کې د تیرې سې شنبې په ورځ پيل شوې ازموینه د مارچ تر ۲۴ نیټې دوام کوي. پدې ازموینه کې شاوخوا ۱ عشاریه ۴ میلیونه زده کوونکي ګډون کوي.
یو زیات شمیر خلک خپلو خپلوانو او بچو ته د نقل ورکولو په خاطر د هغه ودانۍ په دیوارونو ختلي دي چې ازموینه پکې دوام لري. هر سړی هڅه کوي چې خپل ورور، زوی او یا خپلوانو ته نقل ورسوي. د همدې امله په سلګونو تنه د ودانۍ په دیوارونو ختلې او د کړکیو له لیارې خپلو خپلوانو ته نقل رسوي.
د سیمې د خبري رسنیو د خبر له مخې په سلګونو تنو خپلو اولادونو او خپلوانو ته د نقل رسولو په خاطر خپل ژوندونه په خطر کې اچولي او د پنځه پوړیزو ودانیو په دیوارونو ختلي دي.
نوموړو کسانو ساعتونه ساعتونه د دیوارونو د پاسه د نقل ورکولو په انتظار کې تیر کړل.
په یو زیات شمیر ښوونځو کې بیا د امنیتي ځواکونو او د زده کوونکو د کورنیو ترمنځه اخو ډب هم رامنځته شو. پولیسو د نقل ورکولو د مخنیوي هڅه کوله چې د زده کوونکو د کورنیو سره په نښته کې ښکیل شول.
د یادولو وړ ده چې د هندوستان د قوانینو له مخې نقل ورکوونکي په حپس محکومیږي خو تر اوسه پورې په هیچا دا قانون ندی عملي شوی.
همداشان تیره ورځ پولیسو ۲۰ تنه د نقل ورکولو په تور ونیول خو څو ساعته وروسته بیرته خوشې کړی شول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه