د جرمني سترې محکمې د حجاب اړوند تاریخي پریکړه وکړه

263204
د جرمني سترې محکمې د حجاب اړوند تاریخي پریکړه وکړه

د جرمني سترې محکمې د حجاب په اړه یوه تاریخي پریکړه وکړه.
د جرمني سترې محکمې د نوموړي هیواد د شمالي رین ویستفالیا په ایالت کې د یوې محکمې لخوا په حجاب د بندیز لګولو اړوند پریکړه ماته کړه او د محکمې دا پریکړه يي د هیواد د اساسي قانون سره په ټکر کې وبلله.
د جرمني د شمالي رین ویستفالیا په ایالت کې دوو تنو میرمنو چې د حجاب په سر کولو له کبله له دندې ګوښه کړې شوې وې په یاد شوي ایالت کې په حجاب د بندیز اړوند د محکمې د پریکړې پر خلاف په ستره محکمه کې اقامه د دعوا وکړه.
سترې محکمې د یاد شوي ایالت د محکمې پریکړه د هیواد د اساسي قانون سره په ټکر کې وبلله او دا پریکړه يي ماته کړه.
سترې محکمې ویلي دي چې دولت مجبور دی چې تل بې طرفي غوره کړي. سترې محکمې ویلي دي چې هیڅوک د چا په دیني ازادیو د محدودیت لګولو حق نلري.
په پریکړه کې راغلي دي که چیرې حجاب د ښوونځيو د ثبات د لمنځه وړو او یا هم ښوونځيو ته لوی ګواښ جوړوي پدې صورت کې پرې بندیز لګولی شو.
همداراز محکمې د جرمني د شمالي رین ویستفالیا په ایالت کې په ښوونځیو کې د مسیحیانو د سمبول د ګرځولو او اظهار ماده هم وویستله.
محکمې ویلي دي چې په ښوونځیو کې د مسیحیت او لویدیځ کولتور د ارزښتونو اظهار او دې ارزښتونو ته ځانګړتیا ورکول ناسم کار دی . په اساسي قانون کې ټول دینونه یو شان ازادي ګانې لري.
ویل کیږي دا پریکړه د سترې محکمې د ۸ کسیز هیت لخوا ۶ د ۲ پر وړاندې منل شوې ده .
دا پریکړه به د نورو ایالتونو لپاره هم نمونه د مثال وي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه