په امریکا کې د لومړي ځل لپاره اسلامي پوهنتون په رسمیت وپیژندل شو

په امریکا کې د لومړي ځل لپاره اسلامي پوهنتون د نوموړي هیواد د لوړوزده کړو د سیستم لخوا په رسمیت وپیژندل شو.

259849
په امریکا کې د لومړي ځل لپاره اسلامي پوهنتون په رسمیت وپیژندل شو

په امریکا کې د لومړي ځل لپاره اسلامي پوهنتون د نوموړي هیواد د لوړوزده کړو د سیستم لخوا په رسمیت وپیژندل شو.
د زیتونا کالج په نامه اسلامي پوهنتون چې په ۲۰۱۰ کال کې په امریکا کې د لومړني اسلامي پوهنتون په توګه په فعالیت پیل وکړ په لویدیځ کې د ښوونځیو او کالجونو په سیستم کې ځای ونیو.
په امریکا کې د خصوصي او دولتي پوهنتونونو د تعلیمي نصاب د ۶ مسولو ادارو نه د
( WASC ) زیتونا کالج اسلامي پوهنتون په رسمیت وپیژنده. ددې پریکړې سره د زیتونا کالج د لویدیځ د لوړو زده کړو په سیستم کې د شمولیت حق پیدا کړ.
د زیتونا کالج د اسلامي حقوقو، دیني علومو او عربي ژبې په برخو کې زده کړې ورکوي. پدې پوهنتون کې د نړۍ د مختلفو هیوادونو نه د مختلفو توکمنونو زده کوونکي زده کړه کوي.
د یادولو وړ ده چې دا اسلامي کالج د حمزه یوسف او زاهد شاکر په نامه دوو تنو امریکایانو لخوا چې وروسته د اسلام په مبارک دین مشرف شوي دي په ۱۹۹۶ کال کې جوړ شوی دی . دا کالج په ۲۰۰۹ کال کې د ټولنیزو علومو په پوهنتون بدل کړی شو او په ۲۰۱۰ کال کې د لومړني اسلامي پوهنتون په توګه په امریکا کې په فعالیت پیل وکړ.
د یاد شوي پوهنتون د بڼسټ ایښودونکو نه حمزه یوسف د امریکا د لوړوزده کړو د ادارې لخوا ددوی د پوهنتون د په رسمیت پیژندو اړوند وویل ً انشاالله چې دا لومړنی نوي او ددینه وروسته یو زیات شمیر اسلامي پوهنتونونه د امریکا د لوړو زده کړو د سیستم لخوا په رسمیت وپیژندل شي . ً
د یادولو وړ ده چې حمزه یوسف ددینه وړاندې په خپله یوه مرکه کې ویلي وو چې د یو تن مسلمان امریکايي وګړي په توګه غواړو چې پدې پوهنتون کې په علمي بڼسټونو ولاړې اسلامي زده کړې ورکړو.
د یادولو وړ ده چې په امریکا کې د کلونو کلونو راهیسې نورو دینونو پوهنتونو فعالیت کولو. د بیلګې په توګه د انډیانا د نوتری داما کاتولیکو پوهنتون ، په نیویارک کې د یاشیوا د یهودانو پوهنتون او یو زیات شمیر نور. خو دا لومړی ځل دی چې یو اسلامي پوهنتون په رسمیت پیژند کیږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه