کیوبا ۵۶ کاله وروسته د جومات جوړولو ته اجازه ورکړه

257743
کیوبا ۵۶ کاله وروسته د جومات جوړولو ته اجازه ورکړه

په کیوبا کې د جومات د جوړیدو په خاطر هیلې راژوندۍ شوې.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو څه موده وړانډې د لاتینې امریکې هیوادونو ته د خپل سفر په چوکاټ کې د کیوبا نه هم لیدنه کړې وه. ولسمشر اردوغان د کیوبا د ولسمشر سره په لیدنه کې د هغه نه په کیوبا کې د یو جومات د جوړولو او یا پروژې ته د اجازې ورکولو غوښتنه کړې وه.
د کیوبا هیواد د ولسمشر اردوغان د اصرار سربیره د امریکا، روسیې او اسراییلو لخوا هم په نوموړي هیواد کې د دیني معبدونو د جوړولو اړوند د وړاندیزونو د ارزولو نه وروسته په هیواد کې دیني معبدونو جوړولو ته اجازه ورکړه.
کیوبا ۵۶ کاله وروسته په هیواد کې دیني معبدونو جوړولو ته اجازه ورکوي. د کیوبا کمونیست ګوند په ۱۹۵۹ کال کې د لوی انقلاب نه وروسته په هیواد کې په دیني معبدونو بندیز ولګو .
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې په کیوبا کې به د دیني معبدونو د جوړیدو په لړ کې لومړی د امریکا په مرسته یوه کلیسه جوړه شي.
دا کلیسه د امریکا په مالي مرسته جوړ جوړیږي.
د کیوبا کمونیست ګوند ویلي دي چې د کلیسې د جوړیدو نه وروسته به وار د جومات او د یهودانو د سیناګوګ راشي.
د کیوبا د کمونیست ګوند لخوا په شوو څرګندونو کې راغلي دي چې دا پریکړه د ترکیې ، روسېې او اسراییلو د وړاندیزونو له مخې شوې ده .
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د کیوبا نه د لیدنې پر مهال د نوموړي ولسمشر راول کارترو سره په کیوبا کې د جومات جوړولو په مسلې خبرې کړې وې. د کیوبا ولسمشر هم د مسلې اړوند مثبت نظر ښودلی وو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه