په بیت المقدس کې په اسراییلي پولیسو برید وشو

250926
په بیت المقدس کې په اسراییلي پولیسو برید وشو

په بیت المقدس کې یو تن په اسراییلي پولیسو د موټر سره برید وکړ چې له امله ۵ تنه ښځینه پولیسې ټپیانې شوي دي.
د اسراییلو د پولیسو یو تن مشر خبري رسنیو ته ویلي دي چې یو تن برید کوونکي د موټر سره د ریل ګاډي په تم کې په ولاړ پولیسو برید وکړ چې له امله يي ۵ تنه ښځینه پولیسې ټپیانې شوي دي .
نوموړي د برید کوونکي د هویت په اړه د معلوماتو ورکولو نه ډډه وکړه خو وویل چې برید کوونکی نیول شوی دی.
د ترلاسه شوو په بیت المقدس کې یو تن د خپل موټر سره د ریل ګاډي په تم ځای چې په ملکي جامو کې یو زیات شمیر اسراییلي پولیس د ریل ګاډي په انتظار کې ول برید وکړ.
د اسراییلو پولیسو د ددې برید نه د یو ترهګریز برید په توګه یادونه کړې ده .


پيوندونه:

اړوند خبرونه