په سویلي کوریا کې د امریکا په سفیر د چړې برید وشو

248588
په سویلي کوریا کې د امریکا په سفیر د چړې برید وشو

په سویلي کوریا کې د امریکا په سفیر د چړې برید وشو.
د سویلي کوریا په پلازمینه سیول کې د امریکا سفیر د چړې په برید کې ټپي شو.
ویل کیږي په سویلي کوریا کې د امریکا په سفیر ۴۲ مارک لپرټ برید پداسې حال کې وشو چې په یوې غونډې کې د ګډون په موخه روان وو.
د پولیسو په وینا د امریکا په سفیر د سهار په ۶ بجو او ۴۰ دقیقو برید شوی دی .
په برید کې نوموړی په مخ او سر په برخه کې ټپي شوی دی . د برید نه وروسته په انځورونو کې ښکاري چې د نوموړي د مخ نه ویني روانې دي.
د برید نه وروسته نوموړی سمدلاسه روغتون ته انتقال کړی شو. د بله پلوه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د برید پخلی کړی دی او ویلي دي چې د سفیر روغتیايي حالت ښه دی.


پولیسو د امریکا په سفیر برید کوونکی چې ۵۵ کاله عمر لري نیولی دی.
د عیني شاهدانو د معلوماتو له مخې برید کوونکي د امریکا په سفیر د برید د مخه د سویلی او شمالي کوریا اړوند ځیني شعارونه ورکړل. همداشان برید کوونکي د سویلي کوریا او امریکا ترمنځه د ګډو نظامي تطبیقاتو پر خلاف هم شعارونه ورکول.
د ویلو ده چې تر اوسه پورې داسې کوم ثبوت ندی پیدا شوی چې د برید تر شا دې د شمالي کوریا لاس وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره برید په کلکه توګه غندلی دی.


پيوندونه:

اړوند خبرونه