په نیویارک کې درې تنه چې د داعش د یوځای کیدو هوډ درلود ونیول شول

د امریکا د اف بي ای او نیویارک پولیسو درې تنه چې د داعش د ډلې سره د یو ځای کیدو هوډ درلود ونیول.

238626
په نیویارک کې درې تنه چې د داعش د یوځای کیدو هوډ درلود ونیول شول

د امریکا د اف بي ای او نیویارک پولیسو درې تنه چې د داعش د ډلې سره د یو ځای کیدو هوډ درلود ونیول.
د اف بي ای چارواکیو د معلوماتو له مخې د نوموړو دریو تنو نه یو تن په هوايي ډګر کې او دوه تنه نور د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې ونیول شول.
اف بي ای ویلي چې نوموړو دریو تنو د داعش سره د یو ځای کیدو په خاطر سوریي ته د سفر پلان درلود.
د نیول شوو دریو تنو نه چې یو يي ۱۹ ، بل تن يي ۲۴ او بل يي ۳۰ کاله عمر لري یو تن يي د قزاقستان او دوه تنه نور يي د ازبکستان وګړي دي.
په نیول شوو دریو تنو د داعش سره د یو ځای کیدو او د یادې شوې ډلې سره د مالي مرستو ترسره کولو تور لګیدلی دی .
د نیویارک څارنوالۍ په جوړه کړې ادعانامه کې ویلي دي چې د ازبکستان وګړي ۲۴ کلن مظنون په ازبکي ژبه خپرونې کوونکې یوې پاڼې په ذربعه د داعش په ګټه تبلیغات کړي او په خپور کړي یو لنډ پیغام کې ویلي دي ، د داعش د امر په صورت کې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما وژلو ته تیار دی.
همداشان د بل تن په اړه په جوړه شوې ادعانامه کې په نوموړي د AK۴۷ ډوله ټوپک سره په پولیسو د برید او د اف بي ای په عمومي مرکز کې د اف بي ای یو تن غړي په مرګ د ګواښلو تور لګول شوی دی .
په نیولو شوو دریو تنو د جرم د اثبات په صورت کې به تر ۱۵ کلونو پورې په حپس محکوم شي .
د امریکا متحده ایالتونو د ۲۰۱۴ کال د اګست په میاشت کې په ترسره کړو څیړونو کې دا معلومه کړې وه چې څه باندې سل تنه امریکايي وګړي د داعش په لیکو کې جنګیږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه