د داعش د ډلې د جلاد هویت افشا شو

238736
د داعش د ډلې د جلاد  هویت افشا  شو

د داعش د ډلې د نامتو جلاد چې په جان جهادي مشهور هویت افشا شو.
واشنګټن پوست او بي بي سي په ګډه د داعش د نامتو جلاد ډیری نږدی ملګری او خپلوان موندلي او د هغوې سره يی مرکه کړې ده .
د نوموړو په وینا د جان جهادي اصلي نوم محمد اموازي دی او د لندن په سویل کې ژوند کولو.
جان جهادي د داعش د ډلې نامتو جلاد دی چې د یادې شوې ډلې لخوا په خپرو شوو ډیری ویدیويي فلمونو کې څرګند شوی دی .
د معلوماتو له مخې محمد اموازي مشهور په جان جهادي په خټه کویټي د لندن د سویل اوسیدونکی دی .
واشنګټن پوست ورځپاڼې د نوموړي د نږدې ملګري سره مرکه کړې ده او ویلي دي چې جان جهادي محمد اموازي دی . د نوموړي ملګري ویلي دي چې محمد اموازي زما د ورور په څیر وو او لومړۍ ورځې راهیسې پدې پوره باور لرم چې جان جهادي محمد اموازي دی.
جان جهادي په ۲۰۱۲ کال کې په ناقانونو لارو څخه سوریې ته تللی او د داعش د ډلې سره یو ځای شوی دی .
د یادولو وړ ده چې د امریکا او انګلستان استخبارات د نوموړي د هویت د افشا کولو په لټه کې وو . امریکا ویلي وو چې نوموړی د لندن اوسیدونکی دی او د واشنګټن پوست د خبر سره د امریکا ادعا په حقیقت بدل شوه .


پيوندونه:

اړوند خبرونه