د لوديځ پر ضد د ايران- روسيې اتفاق

په داسې حال كې چې د اوكراين د كړكېچ پر سر د روسيې او لوديځو هېوادونو ترمېنځ اړيكې ترينګلې دي، روسيه غواړي چې د لوديځ پر وړاندې نور هېوادونه له ځانه سره ملګري كړي.

229371
د لوديځ پر ضد د ايران- روسيې اتفاق


په داسې حال كې چې د اوكراين د كړكېچ پر سر د روسيې او لوديځو هېوادونو ترمېنځ اړيكې ترينګلې دي، روسيه غواړي چې د لوديځ پر وړاندې نور هېوادونه له ځانه سره ملګري كړي.
روسيې، ايران ته د پرمختللو هوايي توغنديو د وركولو وړانديز وكړ. كه څه هم د ايران او روسيې ترمېنځ په ۲۰۰۷ كال كې د يو تړون له مخې روسيې پر ايران باندې د اېس – ۳۰۰ ډوله هوايي دفاعي سيستم د خرڅلاو چارې پيل كړې وې خو پر ايران باندې د ملګرو ملتونو د بنديزونو له امله دا تړون عملي نشو.
د روسيې خبري رسنيو څرګنده كړه چې د پوتين اداراې ايران ته د اېس – ۳۰۰ هوايي دفاعي سيستم پر ځاى د Antey-2500 توغنديو د وركولو وړانديز كړى دى. دا توغندي هم پرمختللى هوايي دفاعي سيستم لري.
سياسي شنونكي پدې اند دي چې روسيه غواړي چې ايران، د نوموړي هېواد د اتومي پروګرام په برخه كې د د خبرو اترو د مېز تر شا د لوديځ پر وړاندې پياوړى كړي.
روسيې په ۲۰۰۷ كال كې د ۸۰۰ ميليونو ډالرو په بدل كې پر ايران باندې د ۵ اېس – ۳۰۰ ډوله توغنديو د پلورلو وعده كړې وه. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په ۲۰۱۰ كال كې پر ايران باندې د توغنديو د دفاعي سيستم پر خرڅلاوى بنديز لګولى وو.
كه څه هم دا بنديز اوس هم دوام لري خو روسيه وايي چې د اېس – ۳۰۰ ډوله توغنديو پر ځاى به ايران ته Antey-2500 وركړي.
دا توغندي په هوا كې د هر ډول الوتكې او نورو توغنديو د ويشتلو وړتيا لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه