لوېديځ ډوله ترهګري او د لوېديځې مېډيا چوپه خوله

پرون په متحدو ايالتونو كې د يوې كورنۍ درې غړي چې د پوهنتون محصلين هم ول د يو بريد كوونكي لخوا د خپل كور مخې ته په ډزو ووژل شول.

217065
لوېديځ ډوله ترهګري او د لوېديځې مېډيا چوپه خوله

پرون په متحدو ايالتونو كې د يوې كورنۍ درې غړي چې د پوهنتون محصلين هم ول د يو بريد كوونكي لخوا د خپل كور مخې ته په ډزو ووژل شول. لوديځه مېډيا چې د يو مسلمان د ډېر كوچني ناوړه عمل پر وړاندې پراخه پروپاګند كوي په امريكا كې د درې تنو مسلمانانو پر وړاندې چوپه خوله غوره كړه.
د امريكا متحده ايالتونه چې د سختدريځو هر عمل ته `` اسلامپاله ترهګري`` وايي د لوديځ ډوله وحشيانه ترهګري عمل پر وړاندې بيا ځانونه غلي كړي دي. په بريد كې وژل شوى ضيا بركات، مېرمن يې يسره ابو صالحه او ښينه يې رزان ابو صالحه چې عمر د فلسطيني كډوالو سره د مرستې او همكارۍ لپاره وقف كړى وو د امريكايي خبري كانالونو پاملرنه جلب نه كړه. دا پداسې حال كې ده چې پرون په آستراليا كې د پوليسو لخوا د دوو تنو شكمنو مسلمانانو د نيول كېدو چې د دوى په وينا د ترهګري بريد لپاره يې تيارى نيولو د لوديځې نړۍ د خبري رسنيو د اجندا په سر كې ځاى وموند.
امريكايي خبري رسنيو د مسلمان وژنې خبر يواځې `` د نفرت د جرم`` په توګه معرفي كړ. او د `` ترهګري عمل`` د ويلو نه يې ډډه وكړه. رسنيو د سيمه ايزو پوليسو د معلوماتو په اساس څرګنده كړه چې د جنايت نه وړاندې د قاتل او مقتولينو ترمېنځ د `` موټرو د پارك د ځاى`` پر سر لانجه رامنځته شوې وه. دا پداسې حال كې ده چې د قاتل د فېسبوك په پاڼه كې چې ځان ملحد بولي د مسلمانانو پر وړاندې د نفرت او سپكاوي نه ډك پوسټونو نشر شوي دي.
قاتل پوليسو ته تسليم شو.
۴۶ كلن كرېګ سټېفن هېكز د شمالي كورلاينا پوهنتون ته څېرمه د درې مسلمانانو د وژلو نه وروسته پخپل جرم اعتراف وكړ او پوليسو ته تسليم شو. كرېګ هېكز د فېسبوك په پاڼه كې د اسلام په ګډون ټولو دينونو ته سپكاوى كړى دى. سربېره پر دې د نړۍ د ملحدينو د مهمو ټولنو پاڼې يې خوښې كړي دي او اسلام پر وړاندې د دوى د سپكاوي ډك نظريات يې شريك كړي دي. حتى د هغې تمانچې عكس يې هم په فېسبوك كې شريك كړى دى چې دا ترهګريز عمل يې پرې ترسره كړى دى.
كرېګ هېكز= د امريكا داعش
د بله پلوه ځينو اروپايي خبري رسنيو بيا پخپلو پاڼو كې دې ترهګري بريد ته ځاى وركړى دى. د انګلستان د ډېلې مېل د ورځپاڼې يو تن ليكوال پدې اړه ليكلي دي چې ``د كرېګ هېكز عمل د امريكايي داعش په توګه يادولى شو. اوس ټوله نړۍ ولې چوپه خوله ده؟ اوس ولې د نړۍ ټول ملحدين سره نه راټوليږي او عمومي بښنه نه غواړي؟ زه پدې اړه هېڅ يو لاريون نه ګورم. دا خبر بايد په ټوله نړۍ كې د خبرونو په سر كې نشر شي.``
په پاريس كې د چارلي هېډو په مجلې باندې د بريد نه وروسته يو شمېر رسنيو دا بريد د اسلام سره وتړلو او اسلامافوبيكې تبصرې يې وكړې. حتى ځينې پدې اند ول چې د نړۍ ټول مسلمانان بايد ددې امله بښنه وغواړي.
مقتولين څوك دي؟
لومړى مقتول ضيا بركات د امريكا د متحدو ايالتونو د شمالي كارولاينا د پوهنتون د غاښونو د طب د دريم كال محصل وو. همداراز د براكات مېرمن يسره ابو صالحه او خور يې رزان ابو صالحه دواړو په همدې پوهنتون كې د غاښونو د طب د پوهنځي لپاره د آماده ګۍ په ټولګي كې درسونه ويل. درې واړو پخپل پوهنتون كې د فلسطيني كډوالو لپاره د روغتيايي خدماتو د وړاندې كولو د يو كمپاين مشري پر غاړه درلودله. سربېره پر دې ضيا بركات د فلسطيني كډوالو د ماشومانو د غاښونو د روغتيا د معاينې يو وړيا كمپاين هم پيل كړى وو چې له مخې يې د ماشومانو غاښونه معاينه كول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه