په جرمني کې په کډوالو د بریدونو کچه درې برابره لوړه شوې ده

۲۰۱۴ کال په وروستیو دریو میاشتو کې په ټول جرمني کې په کډوالو ۶۷ بریدونه ترسره شوي دي

216429
په جرمني کې په کډوالو د بریدونو کچه درې برابره لوړه شوې ده

په جرمني کې په کډوالو د بریدونو کچه درې برابره لوړه شوې ده .
د جرمني د یوې ورځپاڼې د خبر له مخې په جرمني کې په ۲۰۱۴ کال کې په کډوالو د بریدونو کچه د ۲۰۱۳ کال په پرتله درې برابره لوړه شوې ده. په خبر کې راغلي دي چې د ۲۰۱۴ کال په وروستیو دریو میاشتو کې په ټول جرمني کې په کډوالو ۶۷ بریدونه ترسره شوي دي .
ویل کیږي د ۲۰۱۴ کال په وروستیو دریو میاشتو کې د کډوالو کورونو ته اور اچول شوی، وسله وال بریدونه پرې شوي او وهل شوي او ډبول شوي دي.
په جرمني کې د کډوالو استازو ویلي دي چې په کډوالو د بریدونه کچه هله لوړه شوه چې هیواد ته د کډوالو په راتګ کې زیاتوالی ترسترګو کیږي.
په لویدیځ کې د اسلامیت مخالف د وطنپالو اروپایانو غورځنګ لخوا د اسلام پر خلاف روانو مظاهرو او لاریونو په ټوله اروپا کې او په ځانګړې توګه په جرمني کې د بهرنیانو پر وړاندې د خلکو پارونې ته لاره اواره کړې ده .
د نوموړي غورځنګ لخوا د مظاهرو د پيلیدو سره سم په یو زیات شمیر اروپايي هیوادونو کې په بهرنیانو او په ځانګړې توګه په مسلمانانو بریدونه کیږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه