په انګلستان كې د اسلام ضد لاريون

په انګلستان كې د اسلام د دين خپرېدا يو شمېر سختدريځي ښي اړخي سازمانونه ناراحته كړي دي.

214261
په انګلستان كې د اسلام ضد لاريون


په انګلستان كې د اسلام د دين خپرېدا يو شمېر سختدريځي ښي اړخي سازمانونه ناراحته كړي دي.
ددې سازمانونو تر ټولو مشهور يې بيا د انګليس د دفاع ليګ EDL نوميږي په هېواد كې د مسلمانانو د مخ پر زياتېدو فعاليت او اسلام د دين د خپرېدا پر وړاندې مبارزه كوي. دې سازمان د هېواد په لوديځ كې د مېډلانډ د سيمې د ډاډلې په ښار كې د مسلمانانو پر ضد يو لاريون ترسره كړ.
كه څه هم ددې سازمان چارواكو د څو اونيو راهيسې د لاريون لپاره تيارى نيولى وو په لاريون كې ګډون د توقع خلاف كمرنګى وو. لاريون كوونكو چې شمېره يې شاوخوا ۶۰۰ تنه وه د اسلام ضد توكمپالي شعارونه وركړل. دې لاريون كوونكو د ډاډلې په ښار كې د يو جومات په جوړولو هم غبرګون وښود. د پوليسو او لاريون كوونكو ترمېنځ په نښتو كې يو شمېر كسان ټپيان شول. سربېره پر دې پوليسو لږ ترلږه ۳۰ تنه لاريون كوونكي هم ونيول.
دا پداسې حال كې ده چې په لندن كې يو بل سازمان چې `` د فاشيزيم پر وړاندې يووالى`` نوميږي د EDL د فاشيستي لاريون په مقابل كې اعتراضيه لاريون وكړ. پدې لاريون كې بيا د EDL د سازمان سياستونه او دريځ وغندل شو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه