ګوګل او یوتیوب د داعش پر خلاف مبارزه پیل کړه

212599
ګوګل او یوتیوب  د داعش پر خلاف مبارزه پیل کړه

 ګوګل او یوتیوب د داعش لخوا  ژوندی د اردني پيلوټ د سوځولو  د ویدیو د خپرولو نه وروسته  د داعش د تبلیغاتو د مخنیوي په خاطر نسټوني بډوهل. ګوګل او یوتیوب  د داعش لخوا  د اردني پيلوټ د وژلو اړوند  د ۲۲ دقیقیزې ویدیو د خپرولو نه څو ساعته وروسته  ویدیو  د خپلو سایټونو نه  لرې  کړه . ګوګل ویلي دي چې د داعش  د تبلیغاتو  د مخنیوي په خاطر  یو زیات شمیر نوی  پرسونل چې په عربي ژبه پوره حاکمیت لري په دنده  ګمارلی  دی .

ګوګل ویلي دي چې  ددې پرسونل  یواځنۍ دنده  په ګوګل او یوتیوب کې  د داعش اړوند  د ویدیوګانو  لرې کول  دي.

 ګوګل د داعش پر خلاف  د مبارزې پریکړه وکړه. 

د انګلستان د ډیلي میل  ورځپاڼې  د مسلې اړوند د ګوګل  له قوله لیکلي دي چې  د داعش د تبلیغاتو د مخنیوي په خاطر  نیول شوی  پرسونل  به دایمی پرسونل  وي. همداشان  تندلارۍ  پر خلاف  د مبارزې  یو مطالعاتي مرکز  کویلیوم  یو تن مشر جانتون روسل  د ګوګل  ددې ګام نه  هر کلی کړی او ویلي دي چې  داعش لخوا ددې ډول ویدیوګانو خپرولو ددوې لپاره په جلب او حذب کې ځانګړی رول لوبوي. 

په انټرنټ کې  د تاوتریخوالي نه ډکې ویدیوګانې  د داعش  پلویانو  زیاتوي. نوموړي ویلي دي چې  پدې وروستیو ۶ میاشتو کې یو زیات شمیر پاڼو  او تکنالوژۍ  نړۍ  د داعش پر خلاف  ډیر جدي ګامونه پورته کړي چې  دادی  ګوګل هم  یو ډیر مهم ګام پورته کړ.


پيوندونه:

اړوند خبرونه