پر امريكا د نظامي بريد ګواښ

د شمالي كوريا دفاعي كميسيون د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده كړ چې د امريكا پر متحدو ايالتونو باندې د نظامي بريد پوره وړتيا لري.

212171
پر امريكا د نظامي بريد ګواښ

دا اعلاميه وروسته له هغه خپره شوه چې د امريكا متحدو ايالتونو د جنوبي كوريا سره د ګډو نظامي مانورونو د ترسره كولو خبر وركړ. د شمالي كوريا لخوا په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې امريكا د جنوبي كوريا سره د ګډون نظامي مانورونو په ترسره كولو سره غواړي چې د كوريا شبه جزيره د جګړې په ډګر بدله كړي.
دا اعلاميه چې په انګليسي ژبه خپره شوه په يوې برخه كې يې راغلي دي چې `` د امپريالېستې امريكا په څېر د بد معاشانو لخوا د شمالي كوريا د خلكو د ديموكراتيك جمهوريت پر وړاندې نظامي ستراتيژي د جګړې سويې ته رسېدلې ده. ددې پر وړاندې د شمالي كوريا د دولت او خلكو ځواب به د امريكا لپاره د ناورين نه ډك وي. امريكا د يوې ترخې ماتې د څكلو لپاره ډېره نږدې شوې ده.``
په اعلاميه كې يو ځل بيا د امريكا سره د خبرو اترو د وړانديز د ردولو په ترڅ كې راغلي دي چې `` د امريكا سره چې غواړي د شمالي كوريا اېډلوژي او سوسياليست دولت له منځه يوسي خبرو اترو ته اړتيا نه لرو.``
د امريكا د متحدو ايالتونو او شمالي كوريا ترمېنځ ناسمې اړيكې هغه مهال لا پسې ترينګلې شوې چې په امريكا كې د سوني د فلم جوړولو د كمپنۍ لخوا د كيم جونګ- اون په اړه د يو جوړ شوي د نندارې اوازې خپرې شوې. د شمالي كوريا چارواكو ددې فلم پر وړاندې سخت غبرګون وښود او ګواښ يې وكړ چې د سينما په سالونو باندې به بريدونه وكړي. د سوني كمپنۍ د فلم د خپرولو نه ډډه وكړه خو دې پرېكړې د امريكايي مقاماتو غصه را وپاروله.
د امريكا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو د وزارت وياند څرګنده كړه چې `` شمالي كوريا ته به په مناسب وخت كې متقابل ځواب وركړل شي.``
سربېره پر دې د تېرې جنورۍ د مياشتې په ۲۲مه نېټه د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر باراك اوباما په يوې ټلوېزيوني مركه كې وويل چې `` د شمالي كوريا رژيم د نسكورېد په حال كې دى.``
د شمالي كوريا ليډر كيم جونګ – اون اوباما ته د `` غپېدونكي لېوني سپي`` خطاب وكړ او ګواښ يې وكړ چې د جګړې په صورت كې به اتومي وسله وكاروي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه