د ناټو د دفاع وزایرن په بروکسل کې سره راټول شوي دي

د ناټو سازمان د غړیو هیوادونو د دفاع وزیران په بروکسل کې سره راټول شوي دي.

212337
د ناټو د دفاع وزایرن په بروکسل کې سره راټول شوي دي

د ناټو سازمان د غړیو هیوادونو د دفاع وزیران په بروکسل کې سره راټول شوي دي. د ناټو د سازمان د دفاع د وزیرانو پدې غونډه کې په نوې دروه کې په امنیتي ستراتیژۍ خبرې کوي.
په غونډه کې د هیواد د ملي دفاع وزیر عصمت یلمز هم ګډون کړی دی. په غونډه کې به په ۲۰۱۶ کال کې په فعالیت پیلوونکو د کشفې ځواکونو په اړه په تیاریو، د روسیې پر خلاف په دفاعي ستراتیژي او د اوکراین او ګرجستان سره د نوو همکاریو په مسلې خبرې وکړي.
د ناټو عمومي سکرتر ینس ستولتنبرګ وویل په پام کې لرو چې د ګډو دفاعي ځواکونو شمیره د ۱۳ زرو تنو نه ۳۰ زرو تنو ته لوړه کړو.
د ناټو سازمان په پام کې لري چې ۵ زره کشفي ځواکونه چې د هر ډول بحران پر مهال چټک حرکت وکړي جوړ کړي او په ۲۰۱۶ کې په فعالیت پیل وکړي.
د ناټو سازمان د دفاع وزیران به پدې غونډه کې په بالتیک هیوادونو پولنډ، رومانیا او بلغاریا کې ۶ د قومندې مرکزونو جوړولو مسله تایید کړي.
دا مراکز به د ناټو د غړیو هیوادونو د ملي ځواکونو او ناټو ځواکونو ترمنځه د اړیکو نقطه وي. همداشان دا مراکز به د ګډو تطبیقاتو د تنظیم چارې او د ناټو د ځواکونو د لوژیستیکي اړتیاوو مسولیت په غاړه ولري.
د ناټو عمومي سکرتر زیاته کړه چې په امنیتي ستراتیژۍ کې د روسیې لخوا د مخامخو ګواښونو له امله اړ دي چې جدي بدلونونه راولي . نوموړي زیاته کړه په اصل کې دا ګامونه د روسیې پر خلاف د یو غبرګون څرګندولو په خاطر ترسره کیږي. روسیې د کریمیا د الحاقولو سره ډیر برید ګر دریځ خپل کړی دی .
د ناټو عمومي سکرتر وویل چې د سبا به په مونیخ کې د امنیتي کنفرانس په چوکاټ کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره لیدنه وکړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه