په فرانسه کې د ۸ کلن ماشوم نه د ترهګرۍ په تور تحقیقات شوي دي

202387
په فرانسه کې د ۸ کلن ماشوم نه د ترهګرۍ په تور تحقیقات شوي دي

فرانسې یو ۸ کلن ماشوم نه د ترهګرۍ په تور تحقیقات کړي دي .
فرانسه چې په نړۍ ځان د ډیموکراسۍ او بشري حقونو دفاع کوونکی بولي او تل په نورو هیوادونو د ماشومانو پر وړاندې د بد چلند له امله نیوکې کوي پخپله  یو ۸ کلن ماشوم د ترهګرۍ په تور څیړلی  دی. 
د فرانسې په سویل کې د نیس په ښار کې د ابتدایه ښوونځي یو ۸ کلن زده کوونکي نه  د ترهګرو د ستاینې په تور د خپلې کورنۍ په حضور کې د پولیسو په مرکز کې تحقیقات شوي دي.
د فرانسې د لا فیګارو ورځپاڼې د خبر له مخې د ښوونځي ادارې د نوموړي ۸ کلن ماشوم چېد شارلی هیبدو مجلې په دفتر د برید ستاینه يي کړې وه د کورنۍ پر خلاف  پولیسو ته شکایت کړی دی .
په خبر کې راغلي دي چې ۸ کلن زده کوونکي په ټولګي کې خپلو همټولګیانو ته ویلي وو چې ً زه شارلي نه یم ، زه د برید کوونکو ملګری یم ً له امله ترینه تحقیقات شوي دي. ویل کیږي د ۸ کلن ماشوم نه چې د ترهګرۍ په معنا هم نه پوهیږي چې څه ته وايي د فرانسې پولیسو پوره ۲ ساعته تحقیقات وکړل.
د یادې شوې کورنۍ د مدافع وکیل سیفن ګویز ګویز خبري رسنیو ته ویلي دي ً پداسې حال کې چې ماشوم د ترهګرۍ د کلمې په معنا نه پوهیږي خو پولیسو ترینه تحقیقات وکړل. دا ډول اقدامات په هیڅډول د منلو وړ ندي. د ۸ کلن ماشوم کورنۍ هم د پولیسو ددې اقدام په اړه سخت غبرګون وښود.


پيوندونه:

اړوند خبرونه