د انګلستان حکومت په نوموړي هیواد کې میشتو مسلمانانو ته لیک استولی

191187
د انګلستان حکومت په نوموړي هیواد کې میشتو مسلمانانو ته لیک استولی

د انګلستان حکومت په هیواد کې زرو تنو مسلمانو دیني عالمانو او د جوماتونو خطیباتو ته د لیکونو په استولو سره په نوموړو د تندلارۍ نه د لریوالي او نورو مسلمانانو ته هم پدې اړه د خبرداري ورکولو غږ کړی دی .
د انګلستان د حکومت دې اقدام په هیواد کې د مسلمانانو سخت غبرګون پارولی دی .
د ویلو ده چې د انګلستان د لږه کیو د چارو وزیر په پاریس کې د شارلي هیبدو مجلې په دفتر د برید نه وروسته په خپله امضا شاوخوا زرو تنو مسلمانو دیني عالمانو او د جوماتونو خطیبانو ته لیکونه استولي دي.
په لیکونو کې مسلمانو دیني عالمانو او جوماتونو خطیبانو ته په غیرې مستقیم ډول سره یو ډول ګواښ شوی دی . په لیک کې راغلي دي ً د انګلستان د یوې پارچې په توګه د ځان د ښودلو په خاطر باید تاسې د تندلارۍ نه ډډه وکړۍ او په ټولنه کې تندلارو ته ځای ورنکړۍ.
په انګلستان اسلامي ټولنو او مسلمانانو ددې لیک نه مسلمانانو ته په غیرې مستقیمه توګه د ګواښ او سپکاوي په توګه یادونه کړې ده .
په انګلستان کې د رمضان په نامه د یوې مدنې ټولنې مشر محمد شفق ویلي دي ً که چیرې دې لیک ته ځیر شو نو پدې لیک کې مسلمانانو ته د ترهګرۍ له زاویې کتل شوي دي چې دا پخپله مسلمانانو ته لوی سپکاوی دی.
د انګلستان لومړي وزیر دیوید کامرون یاد شوی لیک معقول بللی دی خو د لیک محتوا يي ستونزمنده بللې ده .

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه