لس کلنه ماشومه ژوندۍ د خښولو پر مهال د ګاونډیانو لخوا وژغورل شوه

187978
لس کلنه ماشومه ژوندۍ د خښولو پر مهال د ګاونډیانو لخوا وژغورل شوه

په هندوستان کې یو تن د خپلې لس کلنې لور چې ژوندۍ يي خښوله  ونیول شو. 

د هندوستان د تريپورا په ښار کې  یو پلار چې خپله لس کلنه لور يي  د خپل کور په باغچه کې ژوندۍ خښولو د ګاونډیانو لخوا ونیول شو.

نوموړي جاني او قاتل  پلار  ویلي دي چې د لور د درلودو تحمل نشي کولی. نوموړي هله  د لور د خښولو هڅه وکړه چې مور يي په کور کې نوه. 

قاتل  پلار  د کور د باغچه کې لومړی  یو کنډه  وکیندله  او وروسته يي د لور  خوله  او لاسه  وتړل تر څو  څوک يي غږ وانوري. په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي دي نوموړي  قاتل پلار خپل لور چې خوله او لاسونه يي تړل شوي ول  په کنده کې کینولې وه  او د پاسه يي پرې خاورې اچولې چې پدې مهال کې د یو ګاونډي لخوا لیدل شوی وو. ګاونډي  نورو خلکو ته  خبر ورکړی وو او لس کلنه ماشومه يي وژغورله. 

قاتل  پلار  د سیمې د  خلکو لخوا ونیول شو  او پولیسو ته  وسپارل شو. ویل کیږي  قاتل پلار د جنایت په تشبص  تورن شوی  دی.



پيوندونه:

اړوند خبرونه