شارلي هیبدو مجلې یو ځل بیا د ستر پیغمبر کاریکاتور خپور کړ

184609
شارلي هیبدو مجلې  یو ځل بیا د ستر پیغمبر کاریکاتور خپور کړ

په پاریس کې د شارلي هیبدو مجلې په دفتر د برید نه وروسته د یادې شوې مجلې لومړنۍ ګڼه خپره شوه. د ویلو ده چې یادې شوې مجلې یو ځل بیا د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم یو نوی کاریکاتور خپور کړ.
مجلې چې به هر ځل یواځې ۶۰ زره ګڼې چاپیدې دا ځل يي په ۶ بیلابیلو ژبو ۳ میلیونه ګڼې چاپ او خپرې کړې.
یادې شوې مجلې یو ځل بیا د وینا د ازادۍ د چوکاټ نه خپه وویسته او د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص کاریکاتوری يي خپور کړ.
د یادې شوې مجلې د خپرونو عمومي مشر تیر ماښام په پاریس کې یوې خبري غوندې په ترڅ کې وویل چې دادی یو ځل بیا د شارلي هیبدو بله ګڼه خپره شوه. نوموړي وویل چې مجله په ۶ ژبو خپره شوې خو تر ټولو مهمه په ترکي ژبه د مجلې خپریدل دي. نوموړي زیاته کړه په ترکي ژبه ځکه مهم دي چې په ترکیه کې سکورلر نظام د ګواښ سره مخامخ دی.
د بله پلوه د شارلي هیبدو مجلې لخوا یو وار بیا د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص د کاریکاتور د خپرولو نه وروسته د فرانسې د مسلمانانو مشر په ټول عالم اسلام د سکونت غږ وکړ.
د شارلي هیبدو د مجلې لخوا یو وار بیا د حضرت محمد ص د کاریکاتور د خپرولو په اړه لومړنی غبرګون د مصر ستر مفتي وښود. د مصر ستر مفتي د یادې شوې مجلې لخوا د پیغمبر ص د کاریکاتور د خپرولو په اړه وویل چې دا اقدام په نړۍ کې د دینونو ترمنځه ډیالوګ او یووالي ته د خدمت پر ځای لویه ضربه رسوي. دا اقدام د نړۍ مدنیتونو ترمنځه اتفاق او اتحاد ته زیان رسوي. دا اقدام په نړۍ کې د مسلمانانو د احساساتو د پارولو لپاره یو پارونکی عمل دی.


پيوندونه:

اړوند خبرونه