شارلي هیبدو مجلې یو ځل بیا د پيغمبر ص کاریکتاتور خپور کړ

183121
شارلي هیبدو مجلې یو ځل بیا د پيغمبر ص کاریکتاتور خپور کړ

 د شارلي هیبدو مجلې یو ځل بیا د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم کاریکاتور خپور کړ .
د یادې شوې مجلې په دفتر د برید نه وروسته چې ۱۲ تنو پکو ژوند د لاسه ورکړ مجلې یو وار بیا د حضرت محمد صلی الله وسلم د کاریکتاتور د خپرولو پریکړه وکړه.
مجلې چې ددینه وړاندې به يي ۶۰ زره ګڼې چاپولې دا ځل يي د ۳ میلیونو ګڼو د چاپولو پریکړه کړې ده .
یادې شوې مجلې دا ځل د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله یو بل کاریکاتور خپور کړ.
د یادې شوې مجلې لخوا په شوو څرګندونو کې راغلي دي چې زموږ مجله د طنز مجله ده او په ټولو دینونو به نیوکو ته دوام ورکړو. مجلې ویلي دي د طنزونو یوه مجله څرنګه کیدای شي چې په دینونو نیوکې ونکړي.
د مجلې لخوا په شوو څرګندونو کې راغلي دي چې موږ هره ورځ په مرګ ګواښل کیږو. خو ددې سره سره موږ کله هم داسې خیال نه درلود چې څوک دې راشي او زموږ په غونډه دې وسله وال برید وکړي.
د شارلي هیبدو مجلې د پیغمبر صلی الله نوی کاریکاتور د یوې بلې ورځپاڼې په دفتر کې جوړ کړی دی . مجلې ویلي دي چې د برید نه وروسته خپله لومړنۍ ګڼه به نن بازار ته وړاندې کړي.
د یادولو وړ ده چې د تیرې چار شنبې په ورځ دوو تنو ورورنو په پاریس کې د یادې شوې مجلې په دفتر برید وکړ چې له امله ۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
پدې برید کې د مجلې ۵ تنه کاریکاتورستان او عمومي مشر ژوند د لاسه وکړ.
د شارلي هیبدو مجلې لخوا په لومړي ځل د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د کاریکتاتور د خپرولو نه وروسته په نړۍ کې سخت غبرګونونه راوپاریدل. په نړۍ کې لویې مظاهرې وشوې چې له امله يي ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه