د فرانسې په ختیځ کې د یهودانو په سوپرمارکیټ برید شوی
د فرانسې په ختیځ کې د یهودانو په سوپر مارکیټ برید شوی چې له امله يي لږ تر لږه دوه تنه مړه او یو تن ټپي شوی دی .
پداسې حال کې چې د پاریس په شمال کې د شارلي هیبدو مجلې په دفتر د برید کوونکو د نیولو په خاطر پراخه عملیات دوام لري او برید کوونکي په یوې ودانۍ کې محاصره شوي دي د غرمې نه وروسته په یو مارکیټ برید وشو. د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پدې برید کې تر اوسه پورې دوه تنه مړه او یو تن ټپي شوی دی . همداشان برید کوونکي پنځه تنه برمته نیولي دي.
پولیسو د برید کوونکي چې په وسلې سمبال دی د نیولو په خاطر پراخه عملیات پیل کړي دي. برید کوونکي د پنځو تنو د خوشې کولو په بدل کې د پاریس د شارلي د مجلې په دفتر د برید کوونکو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده . سیمې ته یو زیات شمیر امبولانسونه استول شوي دي .
د بله پلوه د الجزایر د استخباراتو ادارې ویلي دي چې د روانې میاشتې په پيل کې فرانسې ته خبرداری ورکړی وو چې د ترهګریز برید لپاره تیاری ولري. داسې استخبارات يي ترلاسه کړی چې په فرانسه کې د ترهګریزو بریدونو پلان شتون لري.