په فرانسوي مجلې چې د پیغبر ص کاریکاتور يي خپور کړی وو برید وشو
د فرانسې په پلازمینه پاریس کې د ( CHARLIE HEBDO ) د مجلې په دفتر خونړیز برید وشو .
په برید کې د دوو تنو پولیسو په ګډون ۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .
د یادولو وړ ده چې دا مجله د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د کاریکاتور د خپرولو سره په نړۍ کې ځانګړی شهرت پیدا کړی وو.
د لومړنیو معلوماتو له مخې درې تنه وسله وال کسان چې په کلاشینکوفو سمبال ول د مجلې دفتر ته د ننوتو سره سم په کارکوونکو ډزې پيل کړې.
په برید کې د دوو تنو پولیسو په ګډون ۱۲ تنه مړه او۲۰ تنه نور ټپیان شول.
د یادولو وړ ده چې یاده شوې مجلې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د کاریکاتور د خپرولو سره په نړۍ کې سخت غبرګونونه پارولي وو.
د پيغمبر غچ اخلو
د ( CHARLIE HEBDO ) مجلې دفتر چې د پاریس په ۱۱ مه سیمه کې قرار لري نن د غرمې نه مښکې په ۱۱ بجو او ۳۰ دقیقو پرې د درې تنو وسله والو لخوا برید وشو. عیني شاهدانو ویلي دي چې برید کوونکو د پیغمبر غچ اخلو د نارو نه وروسته د الله اکبر تکبرونه ورکول او د مجلې په کارکوونکو ډزې وکړې او ۱۲ تنه يي ووژل .
ویل کیږي په یادې شوې مجلې د برید نه لنډه موده د مجلې لخوا د داعش د مشر ابوبکر البغدادي یو کاریکاتور خپور شوی وو.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاندا د برید نه وروسته د برید د سیمې نه لیدنه وکړه .
په برید کې د مجلې څلور کاریکاتورست او مشر ادیتور وژل شوي دي..
د فرانسې ولسمشر اولاندا وویل چې دا برید به بې ځوابه پاتې نشي . برید کوونکي به خامخا د خپلو اعمالو په سزا ورسیږي. د بله پلوه د فرانسې لوی څارنوال خبري رسنیو ته ویلي دي چې درې تنو برید کوونکو د شارلي هیبدو د مجلې په دفتر چې د یوې اوږدې مودې راهیسې د امنیتي ځواکونو د څار لاندې وو او د پولیسو لخوا ساتل کیده برید کړی دی . لوی څارنوال وویل چې برید کوونکي درې تنه وو او د دریو موټرانو په بدلولو سره د سیمې نه په تیښته بریالي شوي دي. لوی څارنوال په برید کې د ټپیانو شمیره ۱۲ تنه وښوده خو مطبوعاتو بیا د ټپیانو شمیره ۲۰ تنه ښودلې. د ټپیانو نه د ۴ تنو روغتیايي حالت باریکه دی.
د ویلو ده چې په برید کې د مجلې د خپرونو عمومي مسول او ۴ تنه کاریکاتورستان وژل شوي دي.
اړوند خبرونه
پوتین وویل چې له چین سره د سوداګرۍ حجم له ۲۲۰ میلیارد ډالرو څخه اوښتی دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې له چین سره د سوداګرۍ حجم له ۲۲۰ میلیارد ډالرو څخه اوښتی دی.
د نړۍ یو زیات شمیر مشرانو ټرمپ ته مبارکي وویله
د امریکا نوي ولسمشر ډونلد ټرمپ د لوړې په کولو سره خپله دویمه دوره رسمآ پیل کړه.