اوباما : پوتین خپل پخواني محبوبیت د لاسه ورکړی دی

166925
اوباما : پوتین خپل پخواني محبوبیت د لاسه ورکړی دی

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین په اړه اعتراف وکړ.
اوباما وویل پوتین د روسیې سره د کریمیا د یواځې کولو سره یوه ډیره ستره خطا وکړه. اوباما وویل زما په اند ولادمیر پوتین لکه څرنګه چې په نړۍ کې محبوبیت لري پدې اندازه هوښیار ندی.
اوباما دا څرګندونې د امریکا  د NPR راډیو سره په ځانګړې مرکه کړې وکړې.
اوباما  وویل ولادمیر پوتین د روسیې د سره د کریمیا د یوځای کولو سره ستره ستراتیژیکه خطا وکړه. زما په اند دا اقدام د هوښیار یو سیاستمدار کار ندی.
اوباما په هغه کسانو چې وايي پوتین اوباما تر خپل سیورې لاندې پټ کړی دی نیوکه وکړه او وویل ً هو تر څو میاشتو مخکې پورې په ټوله نړۍ کې او حتا په واشګټن کې دلادمیر پوتین ته ټولو د یو نابغه په سترګه کتل . ټولو ویل چې پوتین روسیه د نیست نه هست کړه او ددې له برکته روسیه نن یو ځل بیا په نړۍ کې خپل پخواني موقف او طاقت ته ورسیده.
اوباما زیاته کړه خو نن ورځ د اکثرو دا نظریه بدله شوې ده. نن ورځ انسانان د پوتین کړنو ته  د یو هوښیار سیاستمدار په سترګه نه ګوري. پوتین پدې وروستیو کې د بعضو فوري اقداماتو او ګامونو د پورته کولو سره خپل محبوبیت د لاسه ورکړ.
اوباما وویل چې د روسیې اقتصاد نن ورځ په یو ډیره حساسه دوره کې قرار لري.
په روسیې د لویدیځې نړۍ لخوا د لګیدولو اقتصادي بندیزونو په نړۍ کې د تیلو د بیې د راټیټولو له امله د روسیې اقتصاد د سترو ننګونو سره مخامخ دی.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه