په کینیا کې یو ځل بیا یو ستر دیني عالم ووژل شو.

په کینیا کې په روان کال کې دا څلورم دیني عالم دی چې وژل کیږي.

163298
په کینیا کې یو ځل بیا یو ستر دیني عالم ووژل شو.

په کینیا کې یو ځل بیا یو ستر دیني عالم ووژل شو.
په کینیا کې لوی دیني عالم محمد علي خیر د تیرې پنجشنبې په ورځ د پولیسو لخوا نیول شوی وو.
د کینیا د مسلمانانو د عالي شورا عمومي سکرتر عدنان واچو ، پولیسو او د شورا د غړیو د معلوماتو له مخې د لوی دیني عالم مړی موندل شوی دی .
د کینیا د مسلمانانو شورا ویلي په لوی ګمان چې مرحوم محمد علي خیر د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د ادارې لخوا وژل شوی وي.
د یادولو وړ ده چې تیره میاشت هم په کینیا کې بو بل لوی دیني عالم امام مارانګي د مومباسا د ښار د لیکوني په سیمه کې د بلال په نامه د جومات په مښکې په وسله وال برید کې سخت ټپي شو چې په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړ.
د ویلو ده چې په کینیا کې په روان کال کې دا څلورم دیني عالم دی چې وژل کیږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه