امريكا د شكنجې د رازونو د افشا كېدو نه وېره لري.

د امريكا د متحدو ايالتونو د مركزي استخباراتو د ادارې `سي آى اې` لخوا د سپتمبر د ۱۱مې نېټې د پېښو نه وروسته د شكمنو كسانو د شكنجې او زورونې د راپور د خپرېدا له امله اندېښنه د زياتېدو په حال كې ده.

143289
امريكا د شكنجې د رازونو د افشا كېدو نه وېره لري.

د امريكا د مشرانو د جرګې د استخباراتو د كمېټې مشر تېره ورځ اعلان وكړ چې د سي آى اې لخوا د شكنجې په اړه راپور به خپور كړي. ددې خبر نه وروسته د نړۍ په ګوډ ګوډ كې د امريكا د سفارتونو او نورو دفترونو په شاوخوا كې په لوړه سطحه امنيتي تدابير نيول شوي دي.
د امريكايي خبري رسنيو د خبر له مخې پدې راپور كې داسې جزييات شته دى چې كېداى شي په ټوله نړۍ كې او په ځانګړي توګه په منځني ختيځ او شمالي افريقا كې د امريكا پر سفارتونو بريدونو ته لار هواره كړي.
پدې راپور كې د سي آى اې د مخفي استنطاق پر مهال د شكمنو كسانو د شكنجې كولو په اړه جزييات هم ځاى لري. په آسيا كې او په ځانګړي توګه په عراق او افغانستان كې د سي آى اې لخوا د ترهګرۍ په تور د شكمنو كسانو زورول د راپور اساسي برخه جوړوي. د بېلګې په ډول شكمن كسان په قصدي ډول د څو ورځو لپاره له خوبه محروم شوي دي، په ډېرو كوچنيو قفسونو كې د تړلو لاسونو او پښو سره ايسار شوي، جنسي سپكاوى يې شوى او په اوبو كې د غوپه كولو په واسطه شكجنه شوي دي.
د بوش تياره دوره
د امريكا د سي بي اېس د ټلويزيوني كانال د راپور له مخې سي آى اې په ځانګړي توګه د پخواني ولسمشر جورج بوش په موده كې له قانونه سرغړونه كړې ده او پدې برخه كې يې سپينې ماڼۍ، د عدليې وزارت او كانګرس ته دروغ ويلي دي. د جورج بوش د اقتدار په موخه كې سي آى اې د نړۍ په ځينو سيمو كې د `` تياره سيمو`` تر نامه لاندې مركزونه جوړ كړي ول چې پكې شكمن كسان په مخفي ډول زرول كېدل.
د امريكايانو وېره
د بله پلوه د امريكا د متحدو ايالتونو يو زيات شمېر چارواكي وېره لري چې د راپور په خپرېدا سره به په نړۍ كې د امريكايي هېوادوالو ژوند د خطر سره مخامخ شي. د استخباراتو يو تن پخوانى لوړپوړى چارواكى او د امريكا د ولسي جرګى غړى وايي چې ددې راپور جزييات به په منځني ختيځ كې د داعش په څېر د راډيكالو ډلو لخوا د پروپاګند د وسيلې په توګه وكارول شي. سربېره پر دې راپور داسې جزييات لري چې كېداى شي د خلكو غصه را وپاروي.
د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كيري څرګنده كړه چې كه څه هم د راپور د خپرېدا سره مخالفت نه لري خو د خپرېدا د نېټې په برخه كې بايد دقت وشي. كېري د راپور د خپرېدا د ځنډولو غوښتنه كړې وه.
دا پداسې حال كې ده چې د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر تېره مياشت د يوې وينا په ترڅ كې د سي آى اې لخوا د شكمنو ترهګرو په زورونې اعتراف كړى وو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه