په فرګوسن کې د FBI د دوو کارکوونکو مړي موندل شوي

د امریکا د فرګوسن په ښار کې د دوو ورځو راهیسې پراخه مظاهرې دوام لري.

206285
په فرګوسن کې د FBI د دوو کارکوونکو مړي موندل شوي

د امریکا د فرګوسن په ښار کې د نوموړي هیواد د استخباراتو FBI دوه کارکوونکي په کور کې مړه وموندل شول.
دا چې د نوموړو دوو تنو مړینه د مظاهرو سره کوم تړاو لري او که نه په اړه څیړنې پیل شوي دي .
د امریکا د فرګوسن په ښار کې د دوو ورځو راهیسې پراخه مظاهرې دوام لري.
په امریکا کې هله پراخه مظاهرې پیل شوې چې محکمې د تورپوستکي ۱۸ کلن ځوان مایکل برون قاتل سپین پوستکی پولیس بې ګناه اعلان کړ. همداشان په فرګوسن ښار کې تر اوسه پورې ۴۴ تنه نیول شوي دي. د فرګوسن د ښار د ډیری سیمو نه د اور لمبي پورته کیږي.
په نوموړي ښار کې د مظاهرو په دویمه شپه هم یو زیات شمیر مارکیټونه تالان شول.
مظاهره کوونکو د پولیسو په موټرو بریدونه وکړه او یو زیات شمیر موټرې وسوځولې.
همداشان په زرګونو تنه مظاهره کوونکو د پولیسو د مرکزونو په لورې لاریون وکړ.
د بله پلوه تیره شپه په فرګوسن ښار کې په یو موټر کې د یو تن بل تورپوستکي ځوان مړی وموندل شو. پولیس د نوموړي تورپوستکي د وژل کیدو لامل لټوي.
د امریکا د فرګوسن د ښار سربیره په یو زیات شمیر ښارونو کې مظاهرې دوام لري.
د بله پلوه په امریکا کې د بشري حقونو دفاع کوونکو ادعا کړې ده چې په نوموړي هیواد کې په هرو ۲۸ ساعتونو کې یو تن تور پوستکی وژل کیږي.
دې څرګندونو د خلکو قهر لا پسې پارولی دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه