كيوبا پخپل هېواد كې تركيې ته د مسجد جوړولو اجازه وركړه.

وروسته له هغه چې د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په كيوبا كې د مسلمانانو لپاره د يو مسجد د جوړولو وړانديز وكړ د نوموړي هېواد چارواكو په پلازمېنه هاوانا كې د مسجد لپاره ځاى جلا كړ.

203666

ټاكل شوې ده چې د تركيې د ديني چارو رياست په سيمه كې د يو مسجد د جوړولو چارې پيل كړي.
د تركيې د ديني چارو د رياست چارواكو څرګنده كړه چې په كيوبا كې د لومړني مسجد د جوړولو چارې به په نږدې راتلونكې كې پيل شي. د بله پلوه د كيوبا چارواكو پدې شرط مسجد ته اجازه وركړې چې د جوړولو په بهير كې به يې د تركيې سربېره د په هاوانا كې د نورو اسلامي هېوادونو استازي هم ګډون كوي. د مسجد ترڅنګ به يو اسلامي مركز هم جوړ شي.
د چارواكو په وينا په كيوبا كې به جوړېدونكى مسجد د عثماني معمارۍ يو په زړه پورې اثر وي. جوړېدونكى مسجد به په استانبول كې د يو تاريخي مسجد نه په الهام اخيستلو سره جوړ شي.
د يادولو وړ ده چې د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان څه موده وړاندې د جنوبي امريكا د مسلمانو علماو په سرمشريزه كې د وينا پرمهال ويلي وو چې `` كيوبا د يو مسجد سره لا ښه ښكاري.``

پيوندونه:

اړوند خبرونه