اوباما په افغانستان کې د پوځي عملیاتو د جاري ساتلو پریکړه وکړه

201176
اوباما په افغانستان کې د پوځي عملیاتو د جاري ساتلو پریکړه وکړه

د امریکا ولسمشر بارک اوباما پنټاګون ته په افغانستان کې د طالبانو او القاعدې په ګډون د ترهګریزو ډلو پر خلاف د نظامي عملیاتو د دوام امر وکړ.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې ولسمشر اوباما د یو حکم په صادرولو سره پنټاګون ته په افغانستان کې د ناټو د ماموریت د پایته رسیدو نه وروسته هم د طالبانو او القاعدې په ګډون د ترهګریزو ډلو پر خلاف د نظامي عملیاتو د جاري ساتلو اجازه ورکړه.
ددې حکم له مخې د امریکا هوايي ځواکونه او ډرون الوتکې د مځکنیو ځواکونو سره مرسته کولی شي.
د یادولو وړ ده چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د روان کال د مې په میاشت کې ویلي وو چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې به په افغانستان کې خپل نظامي ماموریت پایته ورسوي او د راتلونکي کال نه په اعتبار سره به امریکايي ځواکونه په پوځي عملیاتو کې برخه وانخلي.
اوباما ویلي وو چې په راتلونکې میلادي کال د پيل نه په اعتبار سره په د طالبانو او القاعدې پر خلاف به عملیات یواځې د افغان ځواکونو لخوا ترسره شي او امریکا به د افغانستان سره د امنیتي ځواکونو په روزنه کې مرسته وکړي.
نیویارک ټایمز ویلي دي چې اوباما په افغانستان کې په خپله ستراتیژۍ کې یو ځل بیا ژور بدلون راوست او ددې حکم سره يي خپلو ځواکونو ته د طالبانو او القاعدې په ګډون ټولو مخالفو ډلو پر خلاف په مستقیمه توګه د مبارزې اجازه ورکړه.
همداشان ددې حکم له مخې امریکايي ځواکونه د طالبانو پر خلاف په عملیاتو کې د افغان ځواکونو سره هم ګډون او هوايي مرسته کولی شي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې بارک اوباما دا حکم د یوې اوږدې مودې سلامشورې نه وروسته صادر کړی دی .
همداشان ورځپاڼې د امریکا د یو تن نظامي لوړپوړي چارواکي له قوله لیکلي دي چې ولسمشر یواځې د القاعدې پر خلاف په مخامخو عملیاتو ټینګار کولو خو پنټاګون بیا د طالبانو پر خلاف هم د مخامخو عملیاتو د ترسره کولو غوښتنه کوله چې غوښتنه يي ومنل شوه.
ویل کیږي اوباما دا پریکړه په عراق کې د داعش د جدي پرمختګ او ګواښ جوړولو نه وروسته کړې ده . اوباما نه غواړي چې د عراق فورمول په افغانستان کې هم وکاروي. امریکا د عراق نه د خپلو ټولو ځواکونو د ویستو سره په نوموړي هیواد کې د داعش ستر ګواښ رامنځته شو او امریکا مجبوره شوه چې یو ځل بیا عراق ته سرتیري واستوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه