اوباما: د مسلمانانو پر وړاندې ظالمانه چلند د منلو وړ نه دى.

د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر باراك اوباما وويل چې په ميانمار كې د مسلمانانو پر وړاندې ظالمانه چلند د اندېښنې وړ دى.

189195
اوباما: د مسلمانانو پر وړاندې ظالمانه چلند د منلو وړ نه دى.

اوباما د جنوبي آسيا د هېواد ميانمار نه د ليدنې پرمهال د يو خبري كانال سره په مركه كې وويل چې د آراكان په ايالت كې د روهينګيا د مسلمانانو سره د ميانمار د هېواد چلند غير انساني دى. اوباما وويل چې په سيمه كې د تاوتريخوالي له امله انديښنه لرو. اوباما څرګنده كړه چې د ميانمار حكومت دنده لري چې د ټول هېواد د هېوادوالو د امنيت ساتنې او د بشري حقونو نه د دفاع لپاره هلې ځلې وكړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه