په الجزاير كې پر حجاب د بنديز د لرې كولو هڅې.

187698
په الجزاير كې پر حجاب د بنديز د لرې كولو هڅې.

په الجزاير كې د ټولنيزې سولې د ګوند مشر چې د اخوان المسلمين سياسي څانګه بلل كيږي پر ولسمشر غږ كړى دى چې د هېواد په ګمركي دروازو كې د ښځينه كار كوونكو پر حجاب لګېدلې بنديزونه لرې شي.
ددې ګوند مشر څرګنده كړه چې په هېواد ې د اساسي قانون ساتونكى ولسمشر عبدالعزيز بوتليفيكا دى. نوموړى بايد ددې قانون په رڼا كې د الجزايري هېوادوالو ترمېنځ د تبعيض د لمنځه وړولو په موخه دا بنديز لري كړي. د ګوند مشر په وينا پر حجاب بنديز د اساسي قانون خلاف عمل دى.
دا پداسې حال كې چې په الجزاير كې داسې قانون نشته دى چې له مخې دې پر حجاب بنديز ولګول شي خو په يو زيات شمېر ادارو كې د كار لپاره د مراجعې پرمهال د حجاب لرونكو ښځو د كار كولو مخه نيول كيږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه