د پړي پر سر په پټو سترګو د تګ نړيوال ريكارډ

د امريكا په متحدو ايالتونو كې د سركس د نړۍ نامتو لوبغاړي نېك والېنډا د دوو آسمانڅكو ودانيو ترمېنځ د غځول شوي پړي پر سر د تګ سره له يوې ودانۍ نه بلې ته تېر شو.

180245
د پړي پر سر په پټو سترګو د تګ نړيوال ريكارډ

والېنډا د امريكا د شيكاګو په ښار كې چې د `` طوفاني ښار`` په توګه شهرت لري د شيكاګو د سيند په دوو غاړو كې د ۱۶۶ مترو په ارتفاع سره يو پړى وغځولو او بيا وروسته ددې پړي پر سر د قدم وهلو سره د سيند بلې غاړې ته تېر شو. دا پداسې حال كې ده كه چېرې والېنډا غورځېدلى واى نو ژغورل كېدو چانس يې ډېر لږ وو. ځكه چې هيڅ ډول امنيتي تدابير نيول شوي نه وو.
والېنډا پداسې حال كې چې سترګې يې پټې وې ۲۹ متره واټن يې په ۱ دقيقه او ۱۷ ثانيو كې پاى ته ورسولو او پدې برخه كې يې نړيوال ريكارټ ټينګ كړ


پيوندونه:

اړوند خبرونه