د امريكا كانګرس: داعش انټرنيټي جګړه هم وګټله!

د امريكا د متحدو ايالتونو د ولسي جرګې د كورني امنيت د كمېټې مشر مايكل مك كاول تېره اونۍ د كاناډا پر سيمه ايز پارلمان باندې وسله وال بريد ته په اشارې سره وويل چې ترهګرې ډلې داعش په انټرنېټ كې د لويديځ پر وړاندې د جګړې كولو د پروپاګند سره پرمختګ كړى دى. مك

172287
د امريكا كانګرس: داعش انټرنيټي جګړه هم وګټله!

د امريكا د متحدو ايالتونو د ولسي جرګې د كورني امنيت د كمېټې مشر مايكل مك كاول تېره اونۍ د كاناډا پر سيمه ايز پارلمان باندې وسله وال بريد ته په اشارې سره وويل چې ترهګرې ډلې داعش په انټرنېټ كې د لويديځ پر وړاندې د جګړې كولو د پروپاګند سره پرمختګ كړى دى. مك كاول زياته كړه چې پدې ډول داعش انټرنيټي جګړه هم وګټله.
مك كاول د امريكا يوې ټلويزيوني شبكې سره په مركه كې د داعش د خطرونو په اړه ووي چې `` ترهګره ډله اوس د انټرنېټ په واسطه د پروپاګند له لارې د نړۍ په هر ګوډ كې راډيكال اورپكي بريدونو ته تشويقوي. دا انفرادي خونړي بريدونه تر ټولو خطرناك دي او مخه نيول يې ګران كار دى. مك كاول وويل چې يواځې په تېره اونۍ كې د كاناډا د كيوبك په ښار كې يو تن بريد كوونكي د خپل موټر په واسطه يو پوليس ووژلو. په پلازمېنه اوتاوا كې يو تن بريد كوونكي د پارلمان د ودانۍ ساتونكى ووژلو. په امريكا كې بيا يو بل بريد كوونكي د تبر په واسطه دوه تنه پوليسان ټپيان كړل. دا درې پېښې د انټرنېټ له لارې ترتيب شوې وې.``
مك كاول داعش ته په اشارې سره وويل چې `` هغوي د امريكا او لوديځ پر وړاندې د انټرنېټ له لارې د جګړې كمپاين پيل كړى دى چې وروستى درې پېښې ښايي چې دا جګړه دوى ګټلې ده.``
د ولسي جرګې غړي زياته كړه چې `` دوى د كورونو په زېر زمينيو كې د انټرنېټ له لارې يو ځاى كيږي. د دوى مخنيوى سخت كار دى.``
د سپينې ماڼۍ د ترهګرۍ سره د مبارزې د ملي ادارې پخواني مشر مات اولسېن هم څرګنده كړه چې داعش د انټرنېټ له لارې د خپلو پيغامونو په خپرولو كې ډېر ماهره دي. `` هغوي د خپلو پلويانو نه غواړي چې د خپلې اوسېدو په سيمه كې پر دولتي چارواكو بريدونه وكړي.``


پيوندونه:

اړوند خبرونه