د ښځو لخوا اجباري عسكري خدمت!

د ناروې پارلمان د هغې قانوني طرحې پر سر غور كوي چې له مخې يې د نوموړي هېواد پر ښځو باندې عسكري خدمت جبري كوي.

164055
د ښځو لخوا اجباري عسكري خدمت!

د ناروې پارلمان د هغې قانوني طرحې پر سر غور كوي چې له مخې يې د نوموړي هېواد پر ښځو باندې عسكري خدمت جبري كوي. ددې قانون د تصويب په صورت كې به په ناوري كې ښځې هم د نارينه و په څېر ۱۹ مياشتې عسكري خدمت وكړي.
په دې ډول تمه كيږي چې د ښځو او نارينه و ترمېنځ د حقونو د مساواتو لمن د وسله والو ځواكونو پورې هم وغځيږي. د جنسيت ترمېنځ د مساواتو په برخه كې ناورې په نړۍ كې لومړى مقام لري.
د ناورې د هېواد لومړۍ وزيره او د دفاع وزيران دواړه ښځې دي. كه چېرې دا قانون تصويب شي نو د ۲۰۱۶ كال د پيل راهيسې به د ۱۹ – ۴۵ كلونو عمر لرونكې ټولې ښځې د ۱۹ مياشتو لپاره اجباري عسكري وكړي.
پدې دول ښځې به د جګړې او سولې په موده دواړو كې د نارينه سرتېرو هومره مسوليت ولري.
په نړۍ كې د ښځو لپاره اجباري عسكري يواځې د اسراييلو په هېواد كې شته دى.


پيوندونه:

اړوند خبرونه