د ملګروملتونو د امنیت شورا ۵ موقتي غړي وټاکل شول

د ملګروملتونو امنیت شورا د لسو موقتي غړیو نه پنځو غړیو د ټاکلو په خاطر تیره ورځ د ملګروملتونو په سازمان کې رای اچونه وشوه.

160178
د ملګروملتونو د امنیت  شورا ۵ موقتي غړي وټاکل شول

د ملګروملتونو امنیت شورا د لسو موقتي غړیو نه پنځو غړیو د ټاکلو په خاطر تیره ورځ د ملګروملتونو په سازمان کې رای اچونه وشوه.
د یادولو وړ ده چې ترکیه هم د ملګروملتونو د امنیت شورا موقتي غړیتوب لپاره نوماند وو چې ونه ټاکل شو.
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر مولود چوش اوغلو د رای اچونې د بهیر د پایته رسیدو او پایلو د معلومیدو نه وروسته خبري غونډې ته وویل چې ترکیه د رایو د ترلاسه کولو په خاطر خپل اساسات ،دریځ او تګ لاره د خپو لاندې کولی نشي.
د ملګروملتونو په سازمان کې د رای اچونې په لومړني پړاو کې انګولا، وینزویلا، نوي زیلاند او مالیزیا د کافي رایو په ترلاسه کولو سره د امنیت شورا د موقتي غړیوپه توګه وټاکل شول خو ترکیې او اسپانیا کافي رای ترلاسه نکړې او دویم پړاو ته پاتې شول.
همداشان په دویم پړاو کې هم دواړه هیوادونه د کافي رایو د نه ترلاسه کولو له امله ټاکنې دریم پړاو ته پاتې شوې.
په دریم پړاو کې ترکیې اسپانیا د ۱۳۲ رایو په ترلاسه کولو سره ټاکنې وګټلې او د ملګروملتونو د موقتي غړي هیواد په توګه وټاکل شو.
ترکیې په لومړني پړاو کې ۱۰۹ رایې، په دویم پړاو کې ۷۳ رایې او په دریم پړاو کې بیا ۶۰ رایې ترلاسه کړې.
د یادولو وړ ده چې ترکیې پنځه کاله وړاندې د ملګروملتونو د امنیت شورا د موقتي غړي په توګه دنده ترسره کړې وه.
که چیرې ترکیه دا ځل هم د امنیت شورا د موقتي غړي په توګه ټاکل شوی وی دا به په تاریخ کې لومړی ځل وی چې یو هیواد د پنځو کلونو په دننه کې د دویم ځل لپاره د د امنیت شورا موقتي غړیتوب ترلاسه کوي.
د ملګروملتونو د امینت شورا ۵ دایمي او لس موقتي غړي لري. د امنیت شورا موقتي غړي په هرو دوو کلونو کې بدلیږي.
همداشان امریکا، فرانسه ، انګلستان ، چین او روسیه د امنیت شورا دایمي غړي دي.
د ملګروملتونو د امنیت شورا موقتي غړي د دایمي غړیو په څیر د ویتو حق نلري یواځې په ځینو مسایلو کې مهم رول لوبولی شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه