امریکا داعش پر وړاندې مبارزه کې د ترکېې په مرستو  ټینګار کوي

امریکا د داعش پر وړاندې د هوايي عملیاتو په خاطر د ترکیې نه د انجیرلیک د هوايي هډې نه د استفادې اجازه غواړي.

152974
امریکا داعش پر وړاندې مبارزه کې د ترکېې په مرستو  ټینګار کوي

امریکا د داعش پر وړاندې په مبارزه کې د ترکېې په مرستو او ملاتړ ټینګار کوي.
امریکا د داعش پر وړاندې د هوايي عملیاتو په خاطر د ترکیې نه د انجیرلیک د هوايي هډې نه د استفادې اجازه غواړي.
د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل د داعش پر خلاف په روانه مبارزه کې د ترکیې په کلیدي رول د ټینګار سره وویل چې امریکا د ترکیې نه د انجیرلیک د هوايي هډې نه د استفاده کولو غوښتنه کوي. د امریکا یواځې غوښتنه د انجیرلیک د هوايي هډې نه استفاده ده .
نوموړي وویل چې امریکايي چارواکیو په روانه اوونۍ کې د ترکیې د چارواکیو سره په لیدنه کې ددې مسلې نه یادونه کړې ده . چک هیګل په سوریه کې د حایل یا باآمنه سیمې د جوړولو او په الوتنو د بندیز لګولو د مسلې اړوند وویل چې پدې مسلې مو تر اوسه خبرې ندي کړي خو امکان لري چې بحث پرې وشي.
چک هیګل وویل چې ترکیه د داعش پر خلاف د مبارزې لپاره د ډیر مهمو او پياوړې اردو خاوند هیواد دی .
د بله پلوه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د سوریې د معتدلو مخالفینو د روزنې او په وسلود سمبالولو په مسلې د ترکیې سره په تفاهم رسیدلي دي .
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې مرستیالې ماریا حرف وویل چې ترکیې د سوريې د معتدلو مخالفینو د روزنې او په وسلو د سمبالولو مسله منلې ده. ترکیه پدې برخه کې مرستې ته تیاره ده . د همدې مسلې په خاطر به د امریکا د دفاع وزارت د پلان د برخې یو هیت انقرې ته سفر وکړي او د ترکیې سره به په ګډه پلان جوړ کړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه